د لاسرسي ځای

تازه خبر

 نیشنل اېکشن پلان په پاکستان کې خبریالي اغېزمنه کړې


د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد پولیس وايي، دوی د سې شنبې یا نهې پر سهار، په ډي اېچ اې، بحریه ټاون او نیلور فیکټرۍ سیمو کې پر شاوخوا ((۳۰۰ کورونو چاپې وهلې دي)) چې پکې د نیویارک ټایمز ورځپاڼې ((خبریال کور)) هم شامل وو.

د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد پولیس وايي، دوی د سې شنبې یا نهې پر سهار، په ډي اېچ اې، بحریه ټاون او نیلور فیکټرۍ سیمو کې پر شاوخوا ((۳۰۰ کورونو چاپې وهلې دي)) چې پکې د نیویارک ټایمز ورځپاڼې ((خبریال کور)) هم شامل وو.

تر دې مخکې په اسلام اباد کې د امریکایۍ نیویارک ټایمز ورځپاڼې خبریال سلمان مسعود پر ټولنیزې شبکې ټوېټر لیکلي ول چې د رېنجر ځواک سرتېري او پولیس د ده ((کور ته ورغلي)) او ورته یې ویلي ((چې کور تالاشي کول غواړي.))

مسعود لیکلي ول چې له پولیسو سره د کور تالاشۍ ((هېڅ سند یا اجازتنامه نه وه.))

خو په اسلام اباد کې د پولیسو سرچینو مشال راډیو ته وویل، له پولیسو سره مجسټرېټ هم وو او دا چې په دې ډول حالت کې ورته د مجسټرېټ قانوني اجازتنامه تر لاسه وي.

پولیس وايي، دوی د خبریال پر کور چاپه د هغه په نښه کولو لپاره نه ده وهلې ((بلکې دا د نیشنل اېکشن پلان له تګلارې سره سم، د اقداماتو د لړۍ برخه وه.))

په ۲۰۱۴ز کال کې د پېښور پر سکول تر وسله وال برید وروسته د پاکستان حکومت د ترهګرۍ او سختدریځۍ پر ضد د قامي اېکشن پلان په نوم یوه ۲۰ نکاتي تګلاره جوړه کړه چې له لارې یې امنیتي ادارو ته زیات واک ورکړل شوی او پکې د رسنیو او خبریالانو کار په اړه هم نکتې موجودې دي.

د اسلام اباد چاپو ته په کتو پوښتنه پیدا کېږي چې د نیشنل اېکشن پلان تګلارې د خبریالانو پر کار څه ډول اغېز کړی دی؟

د بي بي سي خبریال او شنونکی الیاس خان وايي، په پاکستان کې خبریالي تل ګران کار وو او خبریالان اکثر په خپل کار کې له ننګونو سره مخامخ پاتې شوي دي خو د نیشنل اېکشن پلان په نتیجه کې ورباندې نور محدودیتونه هم لګول شوي:

((د [نیشنل اېکشن پلان] له لاندې لږې پابندیانې شته دی. مثلاً په کراچۍ کې دا وخت پر [رسنیو] د الطاف حسین [بیانونه] نشي [خپرېدای.] په بلوچستان کې له دواړو طرفو خطره ده. د اېسټیبلېشمنټ له طرفه هم خطره ده او هلته علیحدګي پسند (بېلتونپالي) ګروپونه هم وخت په وخت [خبریالان] وېروي او ټيليفونونه هم [ورته] کوي. په بلوچستان کې [عموماً] او په خاصه توګه په بلوچستان کې دا صورتحال دی، ښه کافي ګډوډ دی. تاسو ته پته ده چې دا وخت په [قبایلي سیمو] کې خو ژورنلېسټان هډو شته نه او په تېرو ورځو کې هلته هم یو دوه داسې واقعات شوي چې پکې [خبریالان] وژل شوي دي.))

نیشنل اېکشن پلان، پر خبریالانو فشار او په ناامنه سیمو کې خبریالانو ته د وسله والو ډلو ګواښونو په پاکستان کې خبریالي څه ډول اغېزمنه کړې ده؟

الیاس خان وايي، دې ټولو حالاتو پر خبریالۍ ډېر اثر کړی دی خو په دې کې د پاکستان د رسنوالانو او خبریالانو رول هم دی چې خپله هم کله نا کله، د ټولنې سم انځور نه وړاندې کوي. دی په دې لړ کې د هند او پاکستان اړیکو په حواله د پاکستانیو رسنیو خبریالۍ مثال ورکوي:

((په بنیادي توګه، [خبریالي] د معاشرې (ټولنې) عکس دی. په کار ده چې حقایق په خپل اصل شکل [وړاندې کړل] شي. خو دا اوس چې موږ کومه [خبریالي] ګورو، دا ډېر ګمراه کن (بېلارې کوونکی) غوندې ژورنالېزم دی. له انډیا سره زموږ تعلقات څه قسم دي یا له هغوی سره زموږ اصل مسله یا جګړه ده څه او د هغې حل څه دی، پر دې دلته خبره نه کېږي. خبره ټوله پر جذباتي [موضوعاتو] او پر داسې خبرو کېږي چې هغه څه مانا هم نه لري، [هغه خبرې] پښې هم نه لري، په هوا کې ولاړې دي او خلک او ټوله دنیا ورباندې هم هسې غلطه (یا تېر ایستل شوې) ده. نو زما په خیال، ډېر زیات ذهني انتشار راغلی دی.))

خبریال او شنونکي الیاس خان زیاتوي، اوس هم په پاکستان کې داسې یو شمېر رسنۍ دي چې د هېواد حالاتو په اړه پوښتنې کوي او د بېلا بېلو پرمختګونو پلټنه او اصلي انځور وړاندې کولو هڅه کوي، خو بیا دا رسنۍ او خبریالان له یو شمېر مشکلاتو سره مخامخېږي.

د بې پولې خبریالانو سازمان هم تېر کال په نړۍ کې د خبریالانو کار په اړه په خپل تازه رپورټ کې پاکستان یو له هغو هېوادونو بللی چې پکې خبریالان له حکومتي او ناحکومتي او غیر دولتي هرې خوا څخه له ننګونو سره مخامخ وي.

XS
SM
MD
LG