د لاسرسي ځای

تازه خبر

جرمني لوی شمېر افغان کډوال ځوابوي


د اسټریا ( اتریش ) چارواکو د جنورۍ پر یولسمه نېټه وویل، جرمني زیات شمېر پنا غوښتونکي، په ځانګړي ډول د افغانستان کډوال، له خپلې پولې بیرته ګرځوي، جرمني ټینګار کوي چې دوی د پنا غوښتنې په شرایطو پوره نه خیژي.

د نوي کال رخصتیو مهال پر جرمن مېرمنو له بریدونو پس، چې د ادعاو له مخې پناغوښتونکیو ترسره کړي ول، پر جرمن لومړۍ وزیرې انګیلا مېرکل او د کډوالو پر وړاندې د پرانستي ــــ وره تګلاره تر فشار لاندې راوستې ده.

چارواکي وايي له جرمني څخه د بیرته ویستل کیدونکیو کډوالو شمیره په تیر دسمبر میاشت کې د ورځې شپیته تنه وه ، خو اوس دا د ورځې په حساب دوو سوو ته پورته شوې ده.

چارواکي وايي اکثره ځواب شوي پنا غوښتونکي افغانان دي چې په جرمني کې پنا اخیستل نه غواړي ابلکې ( سکېنډینوي هېوادونو ) ته تلل غواړي.

د دې ترڅنګ د عراق، مراکش، ایران او الجېریا پنا غوښتونکي هم د ځواب شویو په لیکلړ کې شامل دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG