د لاسرسي ځای

په استنبول کې چادنې لس تنه وژلي


استنبول: د چاودنې ځای کې مړه او ژوبل تر سترګو کېږي

استنبول: د چاودنې ځای کې مړه او ژوبل تر سترګو کېږي

د استنبول ګورنر دفتر وايي، چاودنه نن د سېلګرۍ په سيمه سلطان احمد ولسوالۍ کې رامنځ ته شوه چې په نتيجه کې يې ۱۵ کسان ژوبل شوی هم دي.

ترکي چارواکي وايي، د استنبول ښارپه مرکز کې يوې چاودنې لږ تر لږه ۱۰ کسان وژلي دي.

د استنبول ګورنر دفتر وايي، چاودنه نن د سېلګرۍ په سيمه سلطان احمد ولسوالۍ کې رامنځ ته شوه چې په نتيجه کې يې ۱۵ کسان ژوبل شوی هم دي.

ځينې راپورونه وايي، دا يو ځانمرګی بريد و. سلطان احمد د سېل لپاره د استنبول مهمه سيمه ده چې توپ کاپي محل، هاګيا صوفيا او سلطان احمد جومات يا شين جومات پکې دي.

په ترکيه کې په تېرو مياشتو کې کردانو، کيڼ اړخو، او اسلامي سختدريځه وسله والو بريدونه کړي دي.

د پروسږکال په اکتوبر مياشت کې په سرښار انقره کې دوو ځانمرګو بريدونو تر یو سل زيات کسان وژلي ول. هغه وخت څارنوالانو ويلي ول چې بريدونه اسلامي دولت وسله والې ډلې تر سره کړي دي.

XS
SM
MD
LG