د لاسرسي ځای

تازه خبر

ترکي ځواکونه د ۳۲ کرد جنګیاليو د وژلو ادعا کوي


د کردستان کارګر ګوند جنګیاليانې د عراق شمال په سلیمانیه کې د ګزمې مهال. د رویټرز تصویر
د کردستان کارګر ګوند جنګیاليانې د عراق شمال په سلیمانیه کې د ګزمې مهال. د رویټرز تصویر

ترکي ځواکونه ادعا کوي چې په تېرو دوو ورځو کې یې د کردستان کارګر ګوند دوه دېرش مشکوک وسله وال وژلي دي.

د ترکي پوځي چارواکو ویلي چې د دې ناقانونه ډلې دوولس وسله وال په ختیځ ولایت وېن کې وژل شوي او شل نور د شنبې ورځ د هېواد په جنوب ختیځ کې د عراق پولې ته څېرمه وژل شوي دي.

یو چارواکي ویلي چې په یکشنبه په دیارباکر نومي ښار کې یو پوځي او یو پولیس افسر هم وژل شوي دي.

دیارباکر په جنوب ختیځ کې د کردانو ګڼ مېشتې سیمې تر ټولو لوی ښار دی.

د ترکي پوځ وايي چې د ډسمبر میاشتې له نیمايي راهیسې یې د کردستان کارګر ګوند څلور سوه اته څلوېښت غړي وژلي دي.

دا په تېرو پنځو میاشتو کې د دې ګوند پر ضد د پراخو شوو زیاتو عملیاتو برخه ده. دا ګوند د کردانو لپاره حقونه او زیات واک غواړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG