د لاسرسي ځای

تازه خبر

" کاشغر ــ ګوادر اقتصادي لاره له ژمنې سره سم غواړو"


" کاشغر ــ ګوادر اقتصادي لاره له ژمنې سره سم غواړو"
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:28 0:00

په اسلام اباد کې یوې ټول ګونديزې غونډې د پاکستان له مرکزي حکومته غوښتنه وکړه چې د کاشغر– ګوادر اقتصادي لارې په اړه دې خپلې کړې ژمنې پوره کړي. د بلوچستان نېشنل پارټۍ مېنګل ډلې په کوربتوب په دې ټول ګوندیزه غونډه کې شریک د ټولو ګوندونو له خوا د مسلم لیګ نون ډلې پر مرکزي حکومت ټینګار شوی چې وزیراعظم نواز شریف دې د کاشغر – ګوادر اقتصادي راهدارۍ د لویدیځې برخې په اړه کړې ټولې ژمنې پوره کړي. په اعلامیه کې د پاکستان له مرکزي حکومته غوښتنې شوې دي چې د ګوادر پرمختګ ته دې ځانګړې پاملرنه وشي، ټول ملک ته دې یو ډول اسانۍ برابرې کړل شي، په نوکریو کې دې له ټولو صوبو سره انصاف وشي، په سرمايه کارۍ کې دې ځايي خلکو ته موقعې ورکړل شي، خلک دې ورزول شي، پر لوېدیځه لاره دې له سړک سره سره نورې ټولې منصوبې هم پیل کړل شي. دې غونډې ته د حکومتي دریځ وړاندې کولو پر وخت د ريلوې وفاقي وزير خواجه سعد رفيق ویلي چې حکومت به خپلې ژمنې پوره کوي. د خواجه سعد رفیق په وینا ، د راهدارۍ په منصوبه کې به هیڅ بدلون نه کېږي او نه به هم له کومې صوبې سره بې انصافي کېږي. تر دې وړاندې د عوامي نشنل ګوند ، جمعیت علماء اسلام او پښتونخوا ولسي تحریک له خوا هم د کاشغر – ګوادر اقتصادي لارې په اړه د موجودو اندېښنو لرې کولو په موخه ټول ګوندیزې غونډې شوې دي. د خیبر پښتونخوا او بلوچستان یو شمېر ګوندونه تور پورې کوي چې د پاکستان مرکزي حکومت د دې اقتصادي لارې اصل اسانتیاوې او ګټې له خیبر پښتونخوا او بلوچستانه و پنجاب ته اړول غواړي خو مرکزي حکومت دا نه مني

XS
SM
MD
LG