د لاسرسي ځای

"نننۍ څلور اړخيزه غونډه ډېره مهمه ده چې د افغانستان سولې بهیر عمومي تګلاره او په دې لړ کې هدفونه وټاکي او همدا راز يو داسې ماحول برابر کړي چې د افغان طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د مخامخ خبرو اترو لار هواره کړي."

د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې ځنډېدلی بهیر بیا پیلولو او په ښه توګه سرته رسولو په موخه په اسلام اباد کې د څلورو هېوادونو همغاړیتوب کمېټۍ لومړۍ غونډه روانه ده. په دغه څلوراړخیزه غونډه کې د پاکستان، افغانستان، چين او امريکا استازي ګډون لري.

د همغاړیتوب کمېټۍ پرانستونکې غونډه ته په وينا کې د پاکستان بهرنيو چارو سلاکار سرتاج عزيز، څلور اړخيزه غونډه مهمه وبلله او تمه يې وښودله چې دا غونډه به وتوانېږي چې د تلپاتې سولې لپاره تګلاره جوړه او افغان طالبان خبرو اترو ته وهڅوي.

سرتاج عزیز وویل، پاکستان له افغانستان سره د ورورولۍ او ګاونډيتوب تعلقاتو ته ارزښت ورکوي او د زړه له کومې غواړي چې په دې هېواد کې تلپاتې سوله او ثبات راشي.

ښاغلي زياته کړه، افغان ولسمشر په اسلام اباد کې له وزیر اعظم نواز شريف سره وليدل او همدا راز بيا د پوځ مشر جنرال راحيل شريف کابل ته سفر وکړ او له افغان چارواکيو سره يې په ليدنه کې د افغانستان سولې بهیرپه اړه مهمې خبرې کړې وې.

"نننۍ څلور اړخيزه غونډه ډېره مهمه ده چې د افغانستان سولې بهیر عمومي تګلاره او په دې لړ کې هدفونه وټاکي او همدا راز يو داسې ماحول برابر کړي چې د افغان طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د مخامخ خبرو اترو لار هواره کړي. د دې ترڅنګ دا ضروري ده چې د سولې بهیر کې د موجودو مواقعو او همدا راز خنډونو په اړه وپوهېږو او په بيا په دې کې د مخکې تلو لپاره په شريکه کار وشي."

ښاغلي عزيز زياته کړه، د سولې پروسې لومړيتوب دا دى چې داسې يو ماحول برابر کړي چې د افغان طالبانو ډلې د مذاکراتو مېز ته راشي او د سياسي مقصدونو لپاره له تشدده کار وانخلي.

د پاکستان د بهرنيو چارو سلاکار همداراز د سولې د پروسې تر پيل مخکې د شراېطو لګولو مخالفت وکړ او ويې ويل چې دا به په دې پروسه کې ستونزې رامنځته کړي.

نوموړي همداشان ټينګار وکړ چې د طالبانو ډلو ته د مذکراتو تر وړاندېز او د هغوى له خوا ددې تر ځواب مخکې د هغوى پر ضد د پوځي عملياتو ګواښ به ښه ګام نه وي.

هغه زياته کړه چې د سوله غوښتونکيو او نه غوښتونکيو طالبانو ترمنځ توپير او پرېکړه چې د هغوى پرخلاف څه ډول چلند وشي؟ بايد د مذاکراتو لپاره د هغوى تر هڅونې وروسته وشي.

د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو لومړى پړاو د تېر کال په جولايي کې اسلام اباد ته نزدې په مري کې ترسره شوى و چې پکې دواړه غاړې د دې لړۍ په جاري ساتلو سلا شوې وې.

خو دا لړۍ بيا په همدې مياشت کې د خبرو اترو تر دويم پړاو يواځې دوه ورځې مخکې هغه وخت وځنډېده چې د افغان طالبانو د پخواني مشر ملا عمر د مړينې راپورونه راښکاره شول.

د یادولو ده چې د پروسږ کال په دسمبر مياشت په اسلام اباد کې د اسيا زړه کنفرانس کې پر اتفاق شوی وو چې د افغان سولې ځنډېدلی بهیر بیا پيلولو او په ښه توګه سرته رسولو لپاره په څلورو هېوادونو مشتلمه د همغاړیتوب یوه کمېټۍ جوړه شوه.

د ریاض موساخېل او ذبیح شفق راپور

XS
SM
MD
LG