د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټول ګوندیزې غونډې له نواز شریفه وغوښتل چې خپلې ژمنې پوره کړي


د ټول ګوندیزې غونډې عکس
د ټول ګوندیزې غونډې عکس

په اسلام اباد کې یو ټول ګونديزې غونډې د پاکستان له مرکزي حکومته غوښتنه کړېده چې د کاشغر – ګوادر اقتصادي لارې په اړه دې خپلې کړې ژمنې پوره کړي.

اسلام اباد: په اسلام اباد کې یو ټول ګونديزې غونډې د پاکستان له مرکزي حکومته غوښتنه کړېده چې د کاشغر – ګوادر اقتصادي لارې په اړه دې خپلې کړې ژمنې پوره کړي.

د بلوچستان نشنل پارټي مېنګل ډلې لخوا په رابلل شوې دې ټول ګوندیزه غونډه کې د پاکستان لوی شمېر سیاسي ګوندونو مشرانو او استازو ګډون کړی وو.

په غونډه کې شریک د ټولو ګوندونو له خوا د مسلم لیګ نون ډلې پر مرکزي حکومت ټینګار شوی چې وزیراعظم نواز شریف دي د کاشغر – ګوادر اقتصادي راهدارۍ د لویدیځې برخې په اړه کړې ټولې ژمنې پوره کړي.

دا غوښتنه تر یاده غونډه وروسته په خپره شوې ګډه اعلامیه کې شوې دي.

په اعلامیه کې د پاکستان له مرکزي حکومته غوښتنې شوې دي چې د ګوادر پرمختګ ته دې ځانګړې پاملرنه وشي ، ټول ملک ته دې یو ډول اسانۍ برابرې کړل شي ، په نوکریو کې دې له ټولو صوبو سره انصاف وشي ، په سرمايه کارۍ کې دې ځايي خلکو ته موقعې ورکړل شي ، خلک دې ورزول شي ، پر لویدیځه لاره دې له سړک سره سره نورې ټولې منصوبې هم پیل کړل شي.

دې غونډې ته د حکومتي دریځ وړاندې کولو پر وخت د ريلوې وفاقي وزير خواجه سعد رفيق ویلي چې حکومت به خپلې ژمنې پوره کوي.

د خواجه سعد رفیق په وینا ، د راهدارۍ په منصوبه کې به هیڅ بدلون نه کېږي او نه به هم له کومې صوبې سره بې انصافي کېږي.

تر دې وړاندې د عوامي نشنل ګوند ، جمعیت علماء اسلام او پښتونخوا ولسي تحریک له خوا هم د کاشغر – ګوادر اقتصادي لارې په اړه د موجودو اندېښنو لرې کولو په موخه ټول ګوندیزې غونډې شوې دي.

د خیبر پښتونخوا او بلوچستان یو شمېر ګوندونه تور پورې کوي چې د پاکستان مرکزي حکومت د دې اقتصادي لارې اصل اسانتیاوې او ګټې له خیبر پښتونخوا او بلوچستانه و پنجاب ته اړول غواړي خو مرکزي حکومت دا نه مني.

XS
SM
MD
LG