د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان افغانستان ته د خبرو کوونکو او نه کوونکو طالبانو نومونه ورکوي


افغان چارواکو ویلي دي چې پاکستان به دوی ته د هغو وسله والو طالبانو فهرست ورکړي چې له افغان حکومت سره خبرې کول غواړي.

پراګ: افغان چارواکو ویلي دي چې پاکستان به دوی ته د هغو وسله والو طالبانو فهرست ورکړي چې له افغان حکومت سره خبرې کول غواړي.

د افغانستان د اجراییه ریس عبدالله عبدالله مرستیال ویاند جاوید فیصل د یکشنبې په ورځ ویلي دي چې د پاکستان لخوا په ورکیدونکي لیسټ کې به د هغو ټولو طالبانو په اړه مالومات شامل وي چې د افغانستان د پنځلس کلني جګړي د ختمولو په هدف له افغان حکومت سره خبري کول غواړي او یا نه.

پاکستان وايي، په افغانستان کې د امن لپاره له وسله والو طالبانو سره د خبرو اتور پیلولو د لارو چارو سنجولو په موخه څلور اړخیزه غونډه د دوشنبې پر ورځ کېږي.

د پاکستان د بهرنيو وزارت چارواکو د نوم نه څرګندولو په شرط د شنبې پر ورځ مشال راډيو ته وويل ، په اسلام اباد کې کېدونکې دې غونډه کې به د پاکستان ، افغانستان ، امريکا او چين استازي برخه اخلي.

چارواکي زياتوي چې په دې غونډه کې به د افغانستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر حکمت خليل کرزی د خپل هېواد او اعزاز احمد چوهدري د پاکستان استازیتوب کوي.

دا غونډه له هغه وروسته کېږي چې د تېر ډسمبر میاشتې پر نهمه نېټه په اسلام اباد کې د آسیا زړه استنبول بهیر نومي کنفرانس په پنځه غونډه کې پرېکړه وشوه چې په افغانستان کې به د سولې لپاره د خبرو اترو درېدلې لړۍ بیا پیلوي.

د دې هدف لپاره څلور اړخیزې جرګګۍ جوړولو پرېکړه وشوه چې د افغانستان تر څنګ پکې پاکستان ، چین او امریکا هم شامل دي.

د افغانستان د حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د خبرو اترو لړۍ له هغه وروسته درېدلې وه چې د دې ډلې د هغه وخت د مشر ملا عمر د مړینې خبر خپور شو.

پاکستانیو چارواکو وویل چې ملا عمر د ۲۰۱۳م کال په اپرېل کې مړ شوی وو چې وروسته طالبانو هم د دې خبر پخلی وکړ.

د ملا عمر د مرګ تر خبر خپرېدو وورسته نه یوازې له افغان حکومت سره د طالبانو خبرې وځنډول شوې بلکې د طالبانو په منځ کې د مشرتابه پر سر ناندرۍ هم راپورته شوې چې په پایله کې یې طالبان په دوو ډلو ووېشل شو.

د یوې ډلې مشري ملا اختر محمد منصور کوي کوم چې ځان د ملا عمر ځای ناستی بولي او د بلې ډلې مشري ملا محمد رسول کوي کوم چې د ملا اختر محمد منصور مشري نه مني.

XS
SM
MD
LG