د لاسرسي ځای

العبادي هوډ کړی چې په عراق کې به درغلي ختموي


د عراق وزیراعظم حیدرالعبادي هوډ کړی چي سږ کال به له هیواده درغلي ختمه کړي .

حیدرالعبادي چي تیره ورځ يي د عراق د پولیسو د یوې خاصي ورځي په مناسبت جوړي شوې غونډې ته خبري کولې ،وویل چي ۲۰۱۶ د درغلیو دلمنځه وړلو کال دی

د عبادي تر دغه خبرو یوه ورځ مخکې داعراق شیعه روحاني مشر ایت الله علی سیستاني یو ځل بیا په حکومت کي داصلاحاتو د راوستلو او درغلیو د ختمولو غوښتنه وکړه .

عبادي دغه راز هیله وښودله چي سږ کال به په عراق کي د اسلامي دولت یا داعش ډلي فعالیتونه ختم شي .

اسلامي دولت ډله یا داعش په عراق او شام کي زیاتي سیمي په واک کي لري .

XS
SM
MD
LG