د لاسرسي ځای

تازه خبر

په شام کې پر زندان بمبارۍ نژدې شپېته کسان وژلي


د شام د بشري حقونو فعالان وايي چې په دې هیواد کې له القاعده سره تړاو لرونکې یوې ډلې تر واک لاندې زندان روسي هوايي بریدونو نژدې شپېته کسان وژلي دي.

په لندن کې مېشته د شام د بشري حقونو د څار ادارې ویلي چې په ادلیب صوبه کې د مارات ال نعمان نومي بازار سره نژدې د شنبې په ورځ هوايي بریدونو د ال نصره فرنټ نومي وسله والې ډلې ودانۍ په نښه کړې ده.

یاده اداره زیاتوي چې په دغو حملو کې اوو پنځوس کسان وژل شوي دي چې پکې عام وګړي ، وسله وال او قیدیان شامل وو او دیرش تنه پکې زخمیان شوي هم دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG