د افغانستان د کندهار امنیتي چارواکي وايي چي په تیره یوه اوونۍ کي يې ۳۳ وسله وال طالبان وژلي او دوه نور يې زخمیان کړي دي .
د کندهار د امنې قومندانۍ یو چارواکي مل پاسوال محمد رحیم علي خېل د شنبې په ورځ ناوخته یوې خبري غونډي ته وویل چي دغه کسان تیره اوونۍ په کندهار ښار او ولسوالیو کي د عملیاتو پر مهال وژل شوي او زخمیان شوي دي .
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه ندي ویلي.