د لاسرسي ځای

تازه خبر

"پاکستان او هند باید خبرې اترې جاري وساتي”


د پاکستان وزیراعظم نوازشریف ویلي چې چا ته به هم د دې اجازه ورنکړي چې د پاکستان خاوره د بل هیواد پر ضد د ترهګری لپاره وکاروي .

د وزیراعظم له دفتره بېګا خپور شوی بیان لیکي چې نواز شریف دا څرګندونې تیره ورځ ناوخته د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر جان کیري د ټلیفیون له لارې د خبرو اترو پر مهال کړې دي.

بیان د وزیراعظم نوازشریف له خولې لیکي چې د هند د پټان کوټ پیښې په شفافه توګه پلټني رواني دي.

جان کېري نواز شریف ته ویلي چې پاکستان او هند ته په کار ده چې په سیمه کې د امن لپاره خپل منځي خبرو اترو ته دوام ورکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG