د لاسرسي ځای

په قبایلی سیمو کې د قدرتي افتونو د انتظام ادارې چارواکي وايي ، د خیبر ایجنسۍ د باړې د سپاه قبیلې بیکوره شوي خلک به د روانې میاشتې پر دولسمه نیټه کورونو ته ستنیده پیل کړي.

د ایف ډي ایم اې له خوا نن په خپره شوې یو خبرپاڼه کې ویل شوي چې دې خلکو ته په ستنیدو کې د اسانتیا ورکولو لپاره يې په جمرود کې یو مرکز هم پرانستی دی.

خو د یادې قبیلې خلک وایي چې ستنیدو ته خوشاله دي خو باید دوي ته دې په باړه کې اسانتیاوی ورکړل شي او حکومت دې د ولس لپاره یو جامع پیکج اعلان کړي.

XS
SM
MD
LG