پاکستان ته د سعودي عرب د بهرنیو چارو د وزیر تر سفر وروسته، د جمعې پر ورځ د سنیانو او شییعه ګانو یو شمیر ډلو په اسلام اباد کې مظاهرې کړې.
سني مظاهره چيانو د ایران ضد شعارونه ورکول خو شییعه لاریون کوونکو د پاکستان پر حکومت غږ وکړ چې د سعودي عرب او ایران له لانجې ځان لرې وساتي او بې طرفه پاتې شي.
د سعودي عرب د بهرنیوچارو وزیر د زيارت پر ورځ اسلام اباد ته په دوه ورځني سفر تللی وو.
پاکستاني چارواکې وايي، د سعودي د بهرنیوچارو وزیر له پاکستانيو چارواکو سره د مهمو سیمیزو مسئلو تر څنګ، له ایران سره د خپل هېواد د سیاسي کړکیچ په اړه خبرې کړې دي.
په سعودي عرب کې د یوه شییعه عالم شیخ نمر النمر تر پانسۍ وروسته قهرجنو ایرانیانو په تهران کې د سعودي عرب پر سفارت بريد وکړ. تر دېوروسته ریاض او تهران خپلې سفارتي اړیکې پرې کړې.