د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د کاشغر - ګوادر راهدرۍ زیاته ګټه به بلوچستان ته وي"


خو په کوټه کې د اپوزيسيون ګوندونو جمعیت علماء اسلام او عوامي نيشنل ګوند په يوه ګډ خبري کنفرانس کې د احسن اقبال دا ټولې خبرې ناسمې يادې کړې.

د پاکستان مرکزي وزیر احسن اقبال وايي، د چین ــ پاکستان اقتصادي راهدارۍ باندې يې د بلوچستان ټولو سیاسي ګوندونو اندېښنې لیرې کړې دي. خو په د دغه صوبه کې د اپوزيسيون ګوندونه جمعيت علماء اسلام او عوامي نيشنل ګوند بیا وايي، دوی د احسن اقبال له خبرو سره يو فیصد هم اتفاق نه کوي.

د پاکستان د پلان جوړوونې او پرمختګ مرکزي وزیر احسن اقبال د جمعې په ماسپښين د بلوچستان له اعلی وزیر سره په کوټه کې په يوه خبري غونډه کې ادعا وکړه، چې د ګوادرـ کاشغر اقتصادي راهدارۍ پر لوېديځه لاره يې د بلوچستان د شاوخوا ټولو سیاسي ګوندونو او تجارانو اندېښنې لیرې کړې او په خبره يې ټول د ده له خبرو سره اتفاق وکړ.

احسن اقبال د بلوچستان د اعلی وزیر نواب نثاوالله زهري په کور کې په خبري غونډه کې وویل؛ دوی د ټولو سیاسي ګوندونو شکايتونه لرې کړي او هغوي ټول له دوي سره په دې خبرو موافق شوي دي؛.

احسن اقبال چې د پنجشنبې ورځ په کوټه کې د شاوخوا ټولو سیاسي ګوندونو له غړيو سره جلا جلا ملاقاتونه وکړل، د جمعې په ورځ يې په دې خبري غونډه کې وویل، له همدې اقتصادي راهدارۍ څخه به تر ټولو زیاته ګټه د بلوچستان ولس ته رسېږي. خو بلې خواته تردې وړاندې بیاهم په کوټه کې د اپوزيسيون ګوندونو جمعیت علماء اسلام او عوامي نيشنل ګوند په يوه ګډ خبري کنفرانس کې د احسن اقبال دا ټولې خبرې ناسمې يادې کړې. په دغه صوبه کې د اپوزیسيون مشر مولانا عبدالواسع دې خبري غونډې ته وویل، ددوي همغه پخوانۍ غوښتنې لا هم منل شوې نه دي. مولانا عبدالواسع زیاته کړه، حکومتي ګوندونو په لوی لاس له احسن اقبال سره ټول سیاسي ګوندونه جلا جلا ملاو کړل، چې په کار دا وه، چې ټولو سیاسي ګوندونو ته يې ګډ ملاقات سره ورکړی وای.

دې خبري غونډې ته د عوامي نيشنل ګوند صوبايي صدر اصغرخان اڅکزي بیا وویل، دوي د احسن اقبال له خبرو سره يو فیصد هم اتفاق نه کوي او د نوموړي ټولې خبرې بې بنسټه دي. اڅکزي زیاته کړه، دوي په داسې هیواد کې ژوند کوي، چې هلته د خپل حق غوښتنو ته له پاکستان سره د غدارۍ نوم ورکړل کېږي.

که څه هم اپوزیسيون ګوندونو او حکومتي ګوندونو د جمعې په ورځ جلا جلا خبري غونډې وکړې او دواړو د يوه بل ادعاوې ناسمې وبللې، خو تردې خبري غونډو وروسته دواړو ډلو د مسلم لیګ ن د يوه پخواني سينټر په کور کې ګډه ډوډۍ وخوړه.

XS
SM
MD
LG