د لاسرسي ځای

تازه خبر

سوات کې د ښځو اسمبلۍ جوړه شوه


تبسم عدنان او ساجده افتخار د ښځو اسمبلۍ سپیکره او مرستیال سپیکره وټاکل شوې
تبسم عدنان او ساجده افتخار د ښځو اسمبلۍ سپیکره او مرستیال سپیکره وټاکل شوې

د دې غیر رسمي اسمبلۍ په مرسته به نه یوازې ښځې په خپلو حقونو خبرې شي بلکې د دوی کړې سپارښتنې به په حکومتي قانونسازۍ کې هم یوه لویه مرسته وکړي.

د خېبر پښتونخوا په سوات کې د یوې خیریه ټولنې عورت فاونډېشن په نوښت د ښځو لپاره یو ځايي غیر رسمي اسمبلۍ جوړه شوه چې هغوی به پکې د ورپېښو ستونزو په اړه خپلو کې جرګه کېږي او د بحثونو وروسته د خپلو کړیو پرېکړو یا فیصلو سپارښتنې به د پاکستان مرکزي، صوبايي او دغه ډول ځايي حکومتونو ته وړاندې کوي.

د دوی په خبره، د دې غیر رسمي اسمبلۍ په مرسته به نه یوازې ښځې په خپلو حقونو خبرې شي بلکې د دوی کړې سپارښتنې به په حکومتي قانونسازۍ کې هم یوه لویه مرسته وکړي.

د عورت فاونډېشن ځايي مشر نثار عالم له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل، چې د دې اسمبلۍ لپاره یې د سوات له بېلا بېلو تحصیلونو ۳۳ ښځې ټاکلې دي چې پکې نرښځیانو ته هم استازیتوب ورکړل شوی دی.

نوموړی وايي، د دې اسمبلۍ موخه دا ده، هغه ښځې چې په فیصله سازۍ کې د ګڼو مشکلاتو، لکه د دودونو او رواجونو له کبله برخه او رسايي نه لري، نو په دې اسمبلۍ کې به هغوی نه یوازې په خپلو حقونو خبرې شي بلکې د کلي، تحصیل، ضلعې، صوبې او په قامي کچه به په یو نه بله بڼه د خپلو حقونو لپاره کار وکړي.

د ښځو لپاره د دغه غیر رسمي اسمبلۍ لپاره د سپیکرې او مرستیال سپیکرې ټاکنې هم وشوه. پر دې مهال د خویندو جرګې ټولنې مشره عدنان تبسم سپیکره وټاکل شوه. د دې ټولنه په سیدو شریف سوات کې د ښځو حقونو لپاره کار کوي. دا وايي، په دې اسمبلۍ کې ښځو ته پر ورپېښو ستونزو به خبرې کوي. د هغوی ستونزې به په ډاګه کوي او بیا به یې د پاکستان واکمنو ادرو ته سپارښتنې کوي.

تبسم عدنان وویل، (په سیمه کې د ماشوالي ودونه، د نجونه خرڅول، سوره [په بدیو او دښمنیو کې د نجونو ودرول] پر ښځو تېزاب ښیندنه، او تر ټولو لویه ستونزه د ځانوژنې یا خودکشۍ په نامه د ښځو وژل او دغه ډول نورو لویو ستونزو مخنیوی به کوو.)

په سوات کې د پاکستان پیپلز پارټۍ د ښځو څانګې مشره نسیم اختر هم د دغه اسمبلۍ غړې ده، دا وايي، د ښځو اسمبلۍ سره به په سوات او په تېره په کلیوالو سیمو کې ښځو د ډېرې مسلې ورپېښې دي او هیله منه ده چې دغه اسمبلۍ به یې په موثره توګه غږ اوچت کړي.

د ښځو اسمبلۍ لومړۍ غونډې مشر د سوات تحصيل ناظم اکرام خان وو چې له اسپيکرې او مرستیالې اسپيکرې یې سوګند پورته کړ. دوی وویل چې ځايي حکومتونو کې ښځو ته استازيتوب ورکړل شوی دی او په دې اسمبلۍ کې د ښځو مسلې په ښه ډول واورول شي او د حللارې به یې ولټول شي.

د عورت فاونډېش مشران وايي، د سوات غوندې د ښځو اسمبلۍ به د خېبر پښتونخواڅلورو نورو ضلعو ته غزوي. دغه اسمبلۍ یو کلنه موده لري او پر بل کال به یې بیا ټاکنې کېږي.

XS
SM
MD
LG