د لاسرسي ځای

تازه خبر

"پر ټولنيزو رسنيو منفي تبليغات د لوبغاړو مورال کمزوری کوي"


د افغانستان کرکټ ملي لوبډله به د روانې جنوري مياشتې پر اتمه او ۱۰مه په شارجه کې له زمبابوې سره دوې ۲۰ اووريزې لوبې تر سره کوي. تر دې وړاندې افغان لوبډلې له زمبابوې څخه د پنځو يو ورځنيو لوبو سيريز په درې دوه وګټی. د پنځو لوبو په دې لړۍ کې پايلوبه د چارشنبې په ورځ وشوه چې ګڼ شمېر افغانان يې ليدو ته ورغلي ول.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې او لوبغاړو په اړه پر ټولنيزو رسنيو وخت په وخت بحثونه روان وي. که چيرې لوبډله يا يو لوبغاړی ښه لوبه تر سره کړي نو ستاينه يې کيږي او که چيرې ښه لوبه ونه شي نو بيا د نيوکو لړۍ پېل شي.

د افغان کرکټ لوبډلې منتظم شېر آغا همکار وايي چې پر لوبډلې يا لوبغاړو پسې منفي تبليغات او بې ځايه نيوکې د دوی پر روحيه منفي اغېز کوي او مورال يې ور کمزوری کوي.

له نوموړي سره مو د ((يارانو مشال)) خپرونه کې د افغان کرکټ لوبډلې پر برياوو، اوسني وضعيت او په افغانستان کې د کرکټ پر راتلونکې بحث کړی دی چې تاسو يې اورېدو ته رابولم.

د خپرونې کوربه احمد شاه اعظمي دی او دا خپرونه تاسو لاندې د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدلای شئ.

"افغان کرکټ لوبډله به نړيوال ريکارډونه ماتوي"
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:28:06 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG