د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: د چرګانو د خوراکې د توليد کارخانه پرانستل شوه


په ننګرهار کې د څه باندې درې ميلونو ډالرو په ارزښت د چرګانو د خوراکې د تولید کارخانه له بشپړیدو وروسته ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه. دا کارخانه به په څلرويشت ساعتونو کې ۲۴۰ تنه خوراکه تولیدوي.

په ننګرهار کې د څه باندې درې ميلونو ډالرو په ارزښت د چرګانو د خوراکې د تولید کارخانه له بشپړیدو وروسته ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه. دا کارخانه به په څلرويشت ساعتونو کې ۲۴۰ تنه خوراکه تولیدوي.

د چرګانو د خوراکې د توليد دغه کارخانه چې د شیخ مصري په صنعتي پارک کې جوړه شوې، د پرانستې لپاره يې د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزير هم راغلی، د يو لړ مراسمو په ترڅ کې پرانستل شوه.

د ننګرهار والي سليم خان کندوزي د يادې کارخانې د پرانستې پر مهال وويل چې دغه کارخانه به په څلرويشت ساعتونو کې د چرګانو د خوراک ۲۴۰ ټنه دانه توليدوي.

(( دغه فابریکه چې تاسو وینئ، دا د چرګانو خوراکه جوړوي. تقربیاً درې اعشاریه شپږ ميلونه ډالر په دې فابریکه مصرف راغلی چې حاجي ګلمراد دا فابریکه جوړوي، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ورسره يوه اندازه فصیدي کمک کوي. په افغانستان کې دا غټه فابریکه ده چې په څلرويشتو ساعتونو کې به د چرګانو د خوراکي ۲۴۰ ټنه توليد ولري.))

د افغانستان د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزير اسدالله ضمير په خپلو خبرو کې وويل چې د دغې کارخانې د جوړيدو له برکته به په دې وتوانيږو چې تر ډیره د چرګانو خوراکه په کور دننه تولید کړو.

(( دا يوه ملي پروژّ ده چې موږ کولای شوو چې په خپلو وارداتو کې تغير راولو. هر کال موږ دوه اعشاريه دوه میلونه ډالرو په ارزښت حيواني واردات لرو چې په هغې کې د چرګانو، خوراکه، غوښه اوهګۍ په کې شامل دي. انشاالله د دې فابريکې په افتتاح سره به ډیره اندازه د وارداتو راکمه کړو او خلکو ته به په کې د کار زمینه برابره کړو.))

د یادولو ده چې د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې تر ۱۳۰۰ پورې د چرګانو فارمونه شته چې فارم لرونکو يې د چرګانو خوراکه له ګاونډي هيواد پاکستان څخه واردوله.
د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت چارواکي وايي چې د دغه کارخانې په فعالیدو سره به تر ډيره په کور دننه د چرګانو خوراکه تولیديږي.

XS
SM
MD
LG