د لاسرسي ځای

تازه خبر

د هلمند مارجه ولسوالۍ افغان ځواکونو له طالبانو نیولې


د افغانستان د هلمند امنیتي چارواکي وایي چې مارجه ولسوالي یې بیرته له طالبانو نیولې ده.

د هلمند امنیه قوماندان عبدالرحمان سرجنګ بېګا مشال راډيو ته وویل، له دوشنبې راپه دې خوا په مارجه کې۱۲۰ طالبان وژل شوي او په ولسوالي کې حکومتي امنیتي پوستې جوړې شوې دي.

بل لور ته امریکایي ځواکونه وایي چې د مارجې ولسوالي د بیرته نیولو لپاره یې د افغان ځواکونو په ملاتړ کې تر لسو ډیر هوایي بریدونه کړي دي.

د افغان ځواکونو په وینا د مارجې د نیولو لپاره پلیو بهرنیو ځواکونو له دوی سره په جګړه کې برخه نه ده اخیستې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG