د پاکستان په لوی ښار کراچۍ کې پنځه وسله وال طالبان وژل شوي او څلور نیول شوي دي.
دا خبره د کراچۍ د ملیر سیمې د پولیسو مشر راو انور د چارشنبې په ورځ ناوخته خبري رسنیو ته وکړه.
بل پلو د کراچۍ په ډیفینس سیمه کې هم پولیسو د چارشنبې په ورځ عملیات کړي چې پکې څلور مشکوک وسله وال نیول شوي دي.
د وسله والو له خوا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویل شوي.