د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کاشغر – ګوادر لارې پر لانجه ټول ګوندیزه غونډه کېږي


جمعیت علماء اسلام فضل الرحمان ډلې نن د کاشغر – ګوادر اقتصادي لارې په ټول ګوندیزه غونډه رابللې ده.

جمعیت علماء اسلام فضل الرحمان ډلې نن د کاشغر – ګوادر اقتصادي لارې په ټول ګوندیزه غونډه رابللې ده.

دا غونډه به نن په پېښور کې د جمعیت علماء اسلام په دفتر کې تر سره کېږي.

د مشال راډیو خبریال د یاد ګوند د چارواکو له خولې وايي چې د خیبر پښتونخوا د واکمنو ګوندونو په ګډون یې ټولو سیاسي ګوندونو ته بلنه ورکړې ده.

که څه هم د پاکستان مسلم لیګ نون ډلې مرکزي حکومت نه مني خو د خیبر پښتونخوا او بلوچستان یو شمېر ګوندونه تور پورې کوي چې د کاشغر – ګوادر اقتصادي لارې ټولې ګټې پنجاب ته د وړلو هڅې روانې دي.

د پاکستان مرکزي حکومت وايي، د کاشغر – ګوادر اقتصادي لارې په اړه اندېښنې بې ځایه دي.

دا خبره د چارشنبې په ورځ ناوخته د منصوبه بندۍ او پرمختيا وفاقي وزير احسن اقبال په پېښور کې کړې ده. خو د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزير مشتاق غني بیا وايي چې د احسن اقبال څرګندونې د ډاډ وړ نه دي.

مشتاق غني په پېښور کې خبري غونډې ته وویل، مرکزي حکومت دوی نشي تېر اېستلای.

XS
SM
MD
LG