په بلخ کې امنیتې چارواکي وايي چې په مزارشریف کې د هند پر قونسلګرۍ د دوشنبې شپې د حملې په اړه داسې لاسونډونه یې ترلاسه کړي چې ښايي دا برید د یوې بهرنۍ تروریستي ډلې لخوا ترسره شوی دی او اوس وخت دوی د امنیتي ملحوظاتو له امله نشي کولی دا معلومات له رسینو سره شریک کړي.
مجیب الرحمن حبیب زی یې په اړه له مزارشریف څخه جزییات لري.
په بلخ کې د هند پر قونسلګرۍ د حملې له پای ترسېدو څخه څه باندې ۲۴ ساعت تېر شول، او اوس مهال پدې ولایت کې امنیتې چارواکي وايي چې د دې وسلوالې حملې څخه تر لاسه شوي لاسونډونه او معلومات دا ښايي چې د هند پر قونسلګرۍ د برید تر شا د یوې بهرنۍ تروریستي ډلې لاس دی.
د بلخ د امنیت آمر عبدالرزاق قادري له آزادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل چې د حملې له پای ته رسیدو وروسته دوی د وسلوالو حمله کوونکو تلفونونه او داسې نور اسناد ترلاسه کړي چې ښکاروي دا برید د چا او کومې ډلې لخوا ترسره شوی، خو اوس وخت دی امنیتي ملحوظاتو له امله نشي کولی دا معلومات له رسنیو سره شریک کړي.
قادري وویل؛ د خپلو څېړنو له بشپړېدو سره سم به ټول جزییات رسنیو ته په ډاکه کړي:
"د معلومات د بشپړېدو سره سم په ټول جزییات له رسنیو سره شریک کړو، نښې نښانې او پیامونه چې په اردو ژبه لیکل شوي دا ښايي چې برید د یوې بهرنۍ تروریستي ډلې لخوا شوی دی. "
په مزارشریف کې د هند قونسلګرۍ ته څېرمه په هغه تعمیر کې چې وسلوالو بریدګرو پکې د افغان امنیتي ځواکونو په وړاندې سنګر نیولی وه، داسې نښې نښانې تر سترګو کیږي چې ښايي دا حمله دې افضل ګورو د انتقام په خاطر ترسره شوې ده.
د حملې له پای ته رسیدو وروسته افغان خبریالانو ته اجازه وکړه شوه، چې د خپلو معلوماتو د بشپړولو په خاطر دې تعمیر ته ور ننوځي او دا نښې نښانې له نږدې وویني.
په دې تش تعمیر کې چې څه باندې دری میاشتې د مخه د یوه بهرني بنسټ دفتر وو، اوس مهال د خونو په دیوارونو یې وسلوالو برېدګرو په خپلو وینو په اردو ژبه پیامونه لیکلي دي، او دا ښايي چې د هند پر قونسلګرۍ دا برید د افضل ګورو د انتقام په منظور ترسره شوی دی.
افضل ګورو د کشمیر شمالي درې اصلي اوسېدونکی وه، او په کال ۱۹۸۸ کې د کشمیر د آزادۍ له جبهې (JKLF) سره یو ځای شو، نوموړی په کراتو د هند دولت پر خلاف د تروریستي فعالیتونو د ترسره کولو په تور نیول شوی وه، او بلاخره په ۲۰۰۱ کال کې د هند پر پارلمان د برید په تور ونیول شو چې په کال ۲۰۱۳ کې د هند په یوه زندان کې اعدام کړی شو.
تېره ورځ په کابل کې د هند سفیر امر سینها چې کاري دوره یې هم ختمه ده، مزارشریف ته راغی او لدې قونسلګرۍ څخه د کتنې پر مهال یې وویل، چې د هندوستان په پټان کوټ کې د پوځیانو پر هوايي اډه او دلته زموږ پر قونسلګرۍ په یوه وخت د وسلوالو لخوا برید ترسره شو.
د ځینو هندي رسنیو پر حواله چې د هند په پنجاب ایالت کې د پټان کوټ په هوايي اډه برید هم د افضل ګورو د انتقام په منظور ترسره شوی دی، خو د هند دولت ویلي چې دا حمله د پاکستان په خاوره کې د تروریستي ډلو لخوا طرح شوې ده.
تر دې د مخه په کابل کې د هندوستان پر سفارت د حملې پړه هم د هند د دولت لخوا د پاکستان پر استخباراتي شبکې یا آی اس آی اچول شوې وه.
مجیب الرحمن حبیب زی