د لاسرسي ځای

هېلمند کې افغان ځواکونو ۴۳ مشکوک وسله وال وژلي


د هېلمند چارواکو په مارجې ولسوالۍ کې له درو ورځو راهیسې په روانو عملیاتو کې د ۴۳ وسله والو وژنې دعوه کړې.

د هېلمند والي له دفتره په ننني خپور شوي بیان کې راغلي، په پوځي عملیاتو کې ۲۵ وسله وال ژوبل شوي هم دي.

بیان زیاتوي، دا عملیات د هغو سیمو نیولو لپاره روان دي چې دا وخت د وسله والو تر واک لاندې دي.

وسله والو د هېلمند ولایتي چارواکو دعوو په اړه لا څه نه دي ویلي. هلته د د امریکا دفاع وزارت وايي، په هېلمند کې د یوې حملې پر مهال یو امریکايي سرتېری وژل شوی او دوه ژوبل دي.

د پېنټاګون یوه ویاند پیټر کوک د سېشنبې پر ورځ وویل، د امریکا د پوځ یو سرتېری د هېلمند ولايت په مارجې ولسوالۍ کې له خپلو افغانو همکارانو سره د روزنې، مشورې او مرستې د ماموریت پرمهال په حمله کې ووژل شو.

XS
SM
MD
LG