د لاسرسي ځای

لوټ شومه، تالا شومه، غل چېرته دی؟


د افغانستان باچا امان الله خان

د افغانستان باچا امان الله خان

د باچا امان الله خان ؛ارګ؛ چې ونیلو شو نو ټول ګلونه پکې ورېبل شول او پرځای یې سبزیانې پکې وکرلې، د جینکو ښونځي وتړل شول، د پرمختیا ټولې منصوبې ونغاړل شوې.

دا خاوره د ګندهارا ځانګو، د امن کور، دا خلک د جنګ خوراک ـــــــــدا خاوره د فطرت په رنګونو او خوندونو ښایسته، دا خلک بې رنګه، بې خونده، نه ساز لري نه سوز، نه هنر شته، نه اتڼ ــــــــ دا خاوره د لعلونو خزانه، دا خلک نه مال لري نه دانې، نه نن لري او نه سبا، په کور هممسافر، بهر هم مسافر ... تر ده ګېرچاپېره قامونه بدل شو، د ژوند لارې بدلې شوې، خو دی بدل نشو ... د ده قسمت بدل نشو.

جمود نور څه ته وايي؟ زوال څه ته وايي؟

دا د شلمې پیړۍ د وړومبۍ نیمایۍ خبره ده. د دې خاورې یو باچا وو چې دا خلک يې په تیارو کې نه وو خوښ. د هغه نوم امان الله خان وو، غازي امان الله خان. هغه د جنګ او ډپلومیسۍ دواړو میدانونو سپه سالار وو، هغه په ولس باچا نه وو، د ولس باچا وو. د هغه په باچایي کې افغانستان د یرغلګرو د جنګ میدان نه وو، سوالګری نه وو، “بفر سټیټ ” نه وو، افغانستان خپلواکه وو، ازاد وو او د خپل تقدیر خپله مالک وو.

هغه په افغانستان د تورې او ټوپک پر ځای د کتاب او قلم باچايي غوښته، هغه د دغه خورو ورو قبیلو ته د نوي ژوند یو دستور ورکړی وو، هغه ویل چې ښځه انسان دی، حقونه لري، عزت لري، حرمت لري، ښځه نوکره نه ده، ښځه د کور شریکه مالکه ده، ښځه د نوي نسل مور او لارښوده ده، ملګرې ده، مینه ده، ښایست دی، سپکه نه ده، بې ننګه نه ده، بې الهامه نه ده.

د هغه افغانستان په علم او شعور ولاړ وو، د هغه افغانستان د وهمونو جاله نه وه، د هغه افغانستان ؛کوسموپولیټن؛ وو، د نړۍ له پرمختلليو هېوادونو سره څنګ په څنګ د تلو جوګه وو، د هغه افغانستان په رنګونو ښایسته وو، په لوګیو تور او په وینو سور نه وو.

خود هغه افغانستان د چا خوښ نه وو، د هغه په افغانستان کې د جهالت خیر نه وو، د هغه افغانستان د یرغلګرو د لارې دیوال وو نو ځکه نړول يې اړین وو.

د نولس سوه اته ویشتم کال خبره ده، باچا اروپا ته ځي، ملکه ثریا ورسره هم ملګرې ده، په اروپايي پلازمینو کې يې تود هر کلی کېږي، د باچایانو او ریاستونو د مشرانو سره ګوري، په اوچت سر د خپلې خاورې استازیتوب کوي او د خپل ولس لپاره د پرمختیا نوې لارې او نوي فکرونه ګوري.

خو هغه چې د کومې خاورې د ننګ خبره کوي، په هغه خاوره څو ملایان په هغه د کفر او بې ننګۍ تورونه پورې کوي، بغاوتونه راوچتېږي، او د غلو د یو لښکر د مشر؛باچا سقاو؛ په مشرۍ ولس د خپل باچا پر ضد راپاڅي او د افغانستان پر ضد راپاڅي. د غلو باچا د افغانستان باچا کېږي او د ولس باچا د خپلې خاورې پرېښودو ته مجبوره کېږي.

نوی باچا تر ټولو وړومبې کار دا کوي چې له ؛ارګه؛ ټول ګلونه رېبي او سبزیانې پرې کري، د جینکو ښونځي تړي، د پرمختیا ټولې منصوبې رانغاړي او د اسلام د خدمتګار په شکل کې په دغه خاوره د نفرت، تنګ نظرۍ او وهمونو تخم کري.

دا خاوره هم لکه چې د کربلا خاوره ده!

غازي امان الله خان له خپلې مېرمنې ثریا سره

غازي امان الله خان له خپلې مېرمنې ثریا سره

XS
SM
MD
LG