د لاسرسي ځای

د کونړ په ناړۍ ولسوالۍ کې د سړک غاړي ماین چاودنې له امله د ملي اوردو دوه سرتېري وژل شوي او دیوه ملي وګړي په ګډون دوه افغان سرتېري ټپیان دي.

د دغه ولایت امنیه قومندان جنرال عبدالحبیب سیدخیلنن (چارشنبه) مشال راډیو ته وویل چې د دې ماین چاودنې وروسته د ملي اردو ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته هم شوې.

نوموړي وویل چې په نښته کې دوه وسله وال طالبان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

XS
SM
MD
LG