د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر اوباما د وسلو پلورلو لپاره نوي اقدامات اعلان کړل


د امریکا ولسمشر بارک اوباما د وسلو پر زیات کنټرول او د وسلو پر خرڅلاو د محدودیت لپاره نوي اقدامات اعلان کړل.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما د وسلو پر زیات کنټرول او د وسلو پر خرڅلاو د محدودیت لپاره نوي اقدامات اعلان کړل.

اوباما پرون په سپینه ماڼۍ کې وویل چې په دې اړه د غلي پاتې کیدو لپاره پلمې باید پاي ته ورسیږي.

نوموړي څرګنده کړه چې پر وسلو د محدودیتونو د وضع کولو لپاره له خپل صلاحیته کار اخلي څو دا خبره کانګرس ته ولاړه نه شي.

((د وسلو پلویانو کانګرس برمته کړی خو ټوله امریکا نه شي برمته کولای . موږ نه شو کولای چې د وسلو د ازادۍ په بیعه د وینې داسې بهیدل وزغمو.))

تېره ورځ د امريکا د کنټيکټ ايالت په يو ښوونځي کې درې کاله وړاندې د ۲۰ زده کونکو د وژل کېدو په اړه د خبرو پرمهال د اوباما له سترګو اوښکې راتوی شوې.

په امریکا کې هرکال شاوخوا ۳۰ زره کسان د وسلو له لارې د تشدد په پېښو کې وژل کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG