د لاسرسي ځای

تازه خبر

په هلمند کې یو امریکایي عسکر وژل شوی


د امریکا دفاع وزارت [پنټاګون] وايي چې په افغانستان کې یې یو عسکر وژل شوی او دوه تنه ژوبل شوي دي.

د پنټاګون یوه ویاند پیټر کوک د سېشنبې پر ورځ وویل چې د امریکا د پوځ یو عسکر د هلمند ولايت په مارجه ولسوالۍ کې له خپلو افغانو همکارانو سره د روزنې، مشورې او مرستې د ماموریت پر مهال په حمله کې ووژل شو او دوه تنه نور زخمیان شول.

کوک زياته کړه چې په هلمند کې د روغتیايي کارکونکو پر دوو هېلي کوپټرو هم ډزې شوي چې په پیښه کې د زخیمانو د لیږدولو لپاره ورغلي وو . په دې حمله کې یوازې یوه هېلي کوپټر ته زیان رسېدلی دی.

په مارجه کې د سېشنبې پر ورځ د افغان امنیتي ځواکونو یو شمیر غړي هم زخمیان شوي خو کره شمیره یې نه ده څرګنده شوې.

اوسمهال د امریکا ۱۲ زره عسکر په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې فعالیت کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG