د لاسرسي ځای

پاکستان دې د افغان کډوالو د اوسېدو موده وغزوي


په اسلام اباد کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو اداره [يو اين ايچ سي آر ] وايي چې هېله لري د پاکستان حکومت به په دې هېواد کې د افغان کډوالو د اوسېدو موده دوه کاله نوره هم وغزوي.

د دارې په وينا په دې اړه به وروستۍ پرېکړه د پاکستان کابينه کوي. په اسلام اباد کې د دې ادارې ویاند قیصر اپریدي تېره ورځ مشال راډیو ته وويل، هغه افغانان چې ځانونه یې نه وو راجسټرډ کړياو کارډونه نه لري، د دې پروسې برخه نه دي.

د نوموړي په وینا، اوسمهال ۱۵ لکه افغانان په پاکستان کې د کډوالو په توګه ثبت شوي خو ښايي تر دې زیات کسان، پرته له دې چې نومونه ثبت کړي هلته میشت وي.

دا په داسې حال کې ده چې د تېر ٢٠١٥م کال د ډيسمبر په ٣١مه نېټه په پاکستان کې د اوسېدونکيو راجسټرډ شويو افغان کډوالو د اوسېدو موده پاى ته رسېدلې ده.

XS
SM
MD
LG