د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان لپاره د سعودي او ايران ترمنځ انډول ساتل يو لویه ننګونه ده


"دا وخت په هېواد کې دننه د پاکستان پر حکومت ډېر زيات فشار دی. که چيرې سعودي يې له ځان سره يو ځای کول هم غواړي نو بيا هم ولسي فشار دا دی چې پاکستان له دغې جګړې څخه پرهېز وکړي او پر خپل ځای پاتې شي"

پاکستان وايي، د سعودي او ايران تر منځ پر روان کړکېچ ډېر اندېښمن دی او هڅه به وکړي چې د دواړو هېوادونو تر منځ په کړکېچ کمولو کې مثبت رول ولوبوي.

دا خبره په بهرنيو چارو کې د پاکستان د وزيراعظم سلاکار سرتاج نن (سېشنبه) د دې هېواد پارليمان ته د وينا پر وخت وکړه. نوموړی دا څرګندونې تر هغه وروسته کوي چې د سعودي عرب او ايران تر منځ تر رامنځ ته شوي کړکېچ وروسته د عربي نړۍ ځينو نورو هېوادونو هم له ايران سره خپلې سفارتي اړيکې پرې کړې.

سعودي د جنوري پر دویمه د شېخ نمر النمر په نامه د يو شیيعه ديني مشر په ګډون ۴۷ کسان اعدام کړل چې تر هغه وروسته په تهران کې قهرجنو مظاهرچيانو د سعودي سفارت ځينو برخو ته اور ورته کړ. تر دې ګام وروسته سعودي له ايران سره خپلې سفارتي اړيکې پرې کړې. ورپسې بحرېن، سوډان او کوېت هم له ايران سره د سفارتي اړيکو پرېکولو او متحده عرب اماراتو بيا د کمولو اعلان وکړ.

که څه هم په سعودي کې د شیيعه ديني مشر شېخ النمر د اعدام پر ضد په پاکستان کې مظاهرې وشوې خو په بهرنيو چارو کې د پاکستان د وزيراعظم سلاکار سرتاج نن (سېشنبه) پارليمان ته په وينا کې وويل چې پاکستان به هڅه د اسلامي هېوادونو د سازمان د يو غړي په حېث د سعودي او ايران تر منځ په کړکېچ کمولو کې مثبت رول ولوبوي.

((موږ هيله لرو چې داوړه هېوادونه به ژر د خبرو اترو له لارې اړيکې بيا ورغوي. په داسې حال کې چې په منځني ختيځ کې ناامني ده، د اسلامي هېوادونو د سازمان او د اسلامي نړۍ تر منځ تقسيم د سيمې د امن او ثبات لپاره ښه پېغام نه لري. پاکستان به د اسلامي هېوادونو د سازمان د يو مهم غړي او د سعودي او ايران د ملګري په حېث هڅه کوي چې د دواړو هېوادونو تر منځ فاصلې کمې کړي او اړيکې ښې کړي.))

نوموړي زياته کړه که څه هم د سعودي او ايران تر منځ په سيمه کې نيابتي کړکېچ له مودې راهيسې روان دی خو د سختدريځې مفکورې او د داعش او نورو ترهګرو ډلو رامنځ ته کېدو حالات ډېر زيات کړکېچن کړي دي.

سعودي په دا وروستيو کې د ترهګرۍ ضد يو نړيوال ايتلاف جوړولو اعلان هم وکړی چې د پاکستان په ګډون يو شمېر سني اسلامي هېوادونه يې غړيتوب لري، دا چې د پاکستان غړيتوب به د سعودي او ايران تر منځ کړکېچ کې ايران ته څه پېغام ورکړي؟ په پاکستان کې د سيمه ايزو چارو کارپوه پروفېسر حسن عسکري وايي......

((پاکستان خو دا ضرور وايي چې په دې اتحاد کې شامل دی خو خپل پوځ پر دې نشي راضي کولای چې په پوځي عملياتو کې برخه واخلي. نو زه فکر نه کوم چې په دې لړ کې به پوځ په عملي توګه د برخې اخيستو په حق کې وي. بلخوا ولس به هم ونه غواړي چې پاکستان دې په فعاله توګه په سعودي اتحاد کې برخه واخلي. بله خبره دا ده چې د ايران او سعودي د کړکېچ له کبله به اوس دغه اتحاد پر خپلو پښوونه دريږي.))

دا چې پاکستان به اوس د سعودي او ايران تر منځ په اړيکو کې څه ډول توازن ساتي؟ پروفېسر عسکري زياتوي چې دا به د پاکستان لپاره يو لوی چېلنج وي.

((تر څو د مالي ملاتړ خبره ده نو هغه د سعودي لخوا پاکستان ته زيات ورکول کېږي. خو دا وخت په هېواد کې دننه د پاکستان پر حکومت ډېر زيات فشار دی. که چيرې سعودي يې له ځان سره يو ځای کول هم غواړي نو بيا هم ولسي فشار دا دی چې پاکستان له دغې جګړې څخه پرهېز وکړي او پر خپل ځای پاتې شي.))

که څه هم له اوږدې مودې راهيسې د سعودي او ايران تر منځ په څه نا څه ډول ترينګلتيا دوام لرلی او دواړو هېوادونو هڅه کړې چې خپلې ګټې په نورو هېوادونو کې هم خوندې وساتي او ځينې کړۍ يو د بل پر ضد وکاروي، خو اوس دا ترينګلتيا په يو جدې کړکېچ بدله شوې ده چې د سيمې پر هېوادونو سربېره د نړۍ سترو طاقتونو هم د دې د پرامنه حل غږ کړی دی.

XS
SM
MD
LG