د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلخ: د هند پر کونسلګرۍ  بریدګرو اردو ژبه ویله


بلخ کې د هند پر قونسلګیرۍ برید، نهه تنه ژوبل
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:14 0:00

بلخ کې د هند پر قونسلګیرۍ د برید ویډیو

((د بريدګرو شمېر درې تنه وو، پر دېوالونو هم په اردو ژبه ليکنې کړې دي له قوارو څخه يې هم راښکاري چې ګواکې د پاکستان د پنجاب ايالت اوسېدونکي وو، خو په دې اړه زموږ پلټنې روانې دي.((

په بلخ کې امنیتي چارواکي وايي، د هند پر کونسلګرۍ یې وسله واله برید پای ته ورساوه.

د بلخ والي عطا محمد نور پرون [دوشنبه] پر فېسبوک د برید ختمېدو خبر کره کړ او ویې ویل چې برید د افغانستان د خلکو او سولې دښمنانو کړی وو.

د بلخ د پولیسو مشر سید کمال سادات وویل چې حمله څلور تنو وسله والو کړې وه او ټول وژل شوي دي.

د بلخ والي ویاند منیر احمد فرهاد ازادۍ راډیو ته وویل چې دوه امنیتي کسان هم وژل شوي دي.

منیر احمد فرهاد: (تر وسه وسه هڅه شوې چې ولسي وګړو او د هند کونسلګرۍ کارکونکو ته زیان و نه رسیږي او همداسې وشول. هندي دپلوماتانو یا د هغوي د کار دفتر ته هېڅ ضرر نه دی رسېدلی.)

خو په بلخ کې د ملکي روغتون مسئولینو خبري رسنیو ته ویلي چې درې ولسي وګړي وژل شوي او شپږ سرتېري زخمیان شوي دي. په بلخ کې د هند پر کونسلګرۍ وسله واله حمله لږ تر لږه ۲۵ساعته روانه وه.

د حملې ذمه واری چا نه دی اخیستی.

پژواک خبري اژانس د بلخ ولايت امنيه قوماندانۍ د چارواکو له خولې لیکي چې په مزارشريف ښار کې د هند پر کونسلګرۍ بريدګرو په اردو ژبه خبرې کولې او پر دېوالونو يې هم په اردو ژبه ليکنې کړې دي.

وړمه شپه په څه کم نهو بجو يوه ډله وسله وال د مزارشريف څلورمې ناحيې اړوند يوې درې پوړيزې ودانۍ ته ننوتل او له هغه ځايه يې پر هندي کونسلګرۍ ډزې کولې.

دغه نښته تېره شپه شاوخوا نهه نيمې بجې وروسته له هغه پاى ته ورسېده چې افغان کومانډو او ځانګړو ځواکونو پر يادې ودانۍ عمليات وکړل او بريدګر يې ووژل.

د ځايي چارواکو په وينا، په دې نښته کې يو پوليس وژل شوی، پنځه پوليس او څلور ملکي وګړي ټپيان شوي دي.

د بلخ د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عبدالرزاق قادري د مرغومي په ١٥مه د پېښې په ځاى کې خبريالانو ته وويل چې بريدګرو په اردو ژبه خبرې کولې.

هغه زياته کړه: ((د بريدګرو شمېر درې تنه وو، پر دېوالونو هم په اردو ژبه ليکنې کړې دي له قوارو څخه يې هم راښکاري چې ګواکې د پاکستان د پنجاب ايالت اوسېدونکي وو، خو په دې اړه زموږ پلټنې روانې دي.((

د بلخ پوليسو د بريدګرو مړي او د هغې ودانۍ بېلابېلې برخې هم خبريالانو ته وښودل چې ياد بريدګر پکې پټ شوي ول.

بريدګرو د يادې ودانۍ د يوه تشناب پر دېوال چې پکې پټ شوي وو، پر خپلو وينو ليکلي وو چې دا بريد يې د ا فضل ګورو د انتقام لپاره ترسره کړى دى.

پر دېوال په اردو ژبه ليکل شوي وو: ((ايک شهيد، ١٠٠٠ فدايي)) دغه راز په بل ځاى کې ليکل شوي وو چې د افضل ګورو انتقام يې اخيستى دى.

د هندوستان د کشمېر اوسېدونکى افضل ګورو په نوي ډيلي کې د هندوستان پر پارلمان ډله ييز بريد کې تورن پېژندل شوى و چې بيا د هند د حکومت له خوا اعدام شو.

سمونوال عبدالرزاق قادري وويل چې دوى له بريدګرو وسلې، مهمات، ټيلېفونونه او ځيني اسناد ترلاسه کړي چې په پلټنو کې به ورسره مرسته وکړي.

دا چې ياد عمليات ولې دومره وځنډېدل د امنيت امر وويل چې د يادې ودانۍ شاوخوا ټول د هستوګنې کورونه وو او که دوى عمليات چټک ترسره کړي واى، نو د بريدګرو او امنيتي ځواکونو په ډزو سره ملکي وګړي زيانمن کېدل.

د هغه په وينا، بريدګرو د يادې ودانۍ دروازه کې چاودنه کړې وه او بيا دننه ورغلي وو، په ودانۍ کې يواځې يو څوکيدار و چې هغه هم تر چاودنې وروسته په تېښته بريالى شوى و.

ده زياته کړه: ((د بريد له پيلېدو سره سم امنيتي ځواکونه ورسېدل او بريدګر يې کلابند کړل.((

تر دې مخکې په کابل کې د هند سفير امر سنها نن سېشنبه ګهیځ د کونسلګرۍ د ليدنې پر مهال وويل، دوى د دغه بريد په اړه له پخوا کره معلومات نه درلودل، خو وايي چې موده مخکې کونسلګرۍ ته نږدې يو کس په داسې حال کې نيول شوى و چې د شاوخوا ساحو عکسونه يې اخيستل.

د يادونې ده، تر دې مخکې هم څو وارې د هند پر سفارت او کونسلګریو ځانمرګي او ډله ييز بريدونه شوي دي.

په کابل کې د هند سفير وايي چې د افغانستان او هند دښمن د دواړو هېوادونو ګډ دښمن دی او د مزارشريف په څېر بريدونه به يې له کابل سره اړیکې نورې هم پیاوړې کړي.

د هند سفير وويل، که چېرې په ياده پېښه کې د ټپي شوو کسانو درملنه په افغانستان کې امکان ونه لري، دوى چمتو دي هند ته يې ولېږي.

امر سينها وويل چې په جلال اباد کې هم امنيتي کسانو هغه دوه کسان نيولي چې د دوى د کونسلګرۍ او شاوخوا سيمو عکسونه يې اخيستل.

د هند سفير د افغان ځواکونو او د بلخ له والي مننه وکړه چې پر وخت يې اقدامات وکړ او بريدګر يې ووژل.

دى وايي چې د کونسلګرۍ کارکوونکو ته هېڅ زيان نه دى اوښتى، يواځې په ډېره کمه کچه مالي زيانونه اوښتي دي.

د امر سنها په وينا، پرون او نن د دوى کونسلګري بنده وه او سر له سبا څخه به خپل کارونه پيل کړي.

هغه وويل چې ولسمشر اشرف غني د هندوستان له لومړي وزير نريندار مودي سره ټيلېفوني اړيکې نيولې وې او د ياد بريد په اړه يې ورسره معلومات شريک کړي وو.

د دوشنبې ورځ بریدګرو د هند کونسلګرۍ مخې ته یو څو زورورې چاودنې وکړې او له هغه پس یې د مزارشریف د څلورمې حوزې په څنډو کې د افغان امنیتي ځواکونو سره وسله واله جګړه پیل کړه.

د بلخ امنیت امر عبدالرزاق قادري له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې وسله والو بریدګرو د هند کونسلګرۍ ته څېرمه د جنبش حزب د یوه پیاوړي غړي سید نورالله سادات پر کور حمله کړې ده.

خو د بلخ سرپرست والي ویاند منیر احمد فرهاد رسنیو ته وویل، چې وسله وال لومړۍ د سید نورالله په کور کې ځای پرځای شوي او له هغه ځایه یې د هند پر کونسلګرۍ د سپکو او درنو وسلو ډزې پیل کړې.

د يادونې ده، تر دې مخکې هم څو وارې د هندوستان پر سفارت او کونسلګریو ځانمرګي او ډله ييز بريدونه شوي دي.

XS
SM
MD
LG