د لاسرسي ځای

د کوټې ښار پولیس وايي، د دغه ښار پر سریاب سړک له بي بي نانۍ زیارت سره څېرمه بېګا ماښام د پولیسو پر يوې پوستې وسله والو برید کړی،چې پکې دوه پولیس سرتېريوژل شوي دي.

د پولیسو په خبره وسله وال تر پېښې وروسته په تېښته بریالي شوي دي، خو په شاوخوا سیمو کې یې د لټون عمليات کې نږدې لس مشکوک کسان نیولي دي.

د برید ذمه واري تر اوسه هېڅ ډلې نه ده منلې.

XS
SM
MD
LG