د لاسرسي ځای

د ننګر هار امنیتي چارواکي وايي، د بټي کوټ ولسوالۍ اړوند د کانال د څلورم فارم په سیمه کې د حکومت وسله والو مخالفینو د دوشنبې پر مازیګر څلور نیمې بجې د پولیسو په امنیتي پوسته برید وکړ چې د پولیسو په ځوابي برید کې ۱۵ تنه وسله وال وژل شوي دي

د ننګرهار ولايت د امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسین مشرقيوال مشال راډیو ته ويلي دي چې دغې نښتې یو نیم ساعت دوام وکړ . په نښته کې یو تن پولیس ټپي شوی دی.
وسله والو په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG