د لاسرسي ځای

پر دا نن ورځ مهاتما ګاندي ونیول شو


د هند مستعمرې بریتانوي واکمن (وایسرای) لارډ ویلینګټن، د ۱۹۳۲م کال پر پنځمه جنورۍ د هند ازادۍ ستر سالار مهاتما ګاندي د نیولو امر جاري کړی وو، او د هغې نېټې د دوشنبې د سپېدو پر درو بجو ونیول شو. د رویټرز له ارشیفه په ویډيو کې ښودل کېږي چې مهاتما ګاندي په ممبۍ کې یو غونډې ته وینا کوي. مهاتما ګاندي تکل درلود چې په اورګاډي کې د هند په سیاسي سفر ووځي. بریتانوي هند سرکار پر ګاندي د سرکار کار کې د ګډوډۍ تور لګاوه. د هغه له نیولو ۱۵ کاله پس د اګست پر ۱۵مه نېټه په ۱۹۴۷ م کال هند له برتانوي ښکېلاکه ازاد کړل شو. د رویټرز له ارشیفه

XS
SM
MD
LG