د لاسرسي ځای

تازه خبر

پنجاب کې د اسلامي دولت ۴۲ مشکوک کسانو نیولو ادعا


د پاکستان په پنجابکې د قانون وزیر رانا ثنا الله وايي، صوبايي امنیتي چارواکو یې له اسلامي دولت وسله والې ډلې سره په تړاو دوه څلوېښت مشکوکه وسله وال نیولي دي.

نوموړي زیاته کړه چې دا کسان یې د تېرې اونۍ په پای کې د پنجاب په څلورو ښارونو کې د هغو ثبوتونو په بنیاد نیولي دي چې د دسمبر په وروستیو ورځو کې یې د یوې چاپي پر مهال راټول کړي ول.

د دسمبر په ۲۹مه نېټه رانا ثناالله ویلي ول چې پولیسو په ډسکه ښار ګوټي کې د اسلامي دولت وسله والې ډلې اته مشکوکه غړي په هغه تور نیولي ول چې په پاکستان کې یې د یوې ترهه ګرې شبکې د جوړولو او بریدونو ترسره کولو منصوبې جوړولې.

د ۲۰۱۵م کال په مې میاشت کې، د اسلامي دولت وسله والو په کراچۍ ښار کې پر اسماعیلیه شییعه ګانو د برید ذمه واري اخیستې وه چې پکې ۴۳ تنه وژل شوي ول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG