د لاسرسي ځای

تازه خبر

زه د جانان سترګو په کور کې تالا کړمه


قامي مبارزه پوهه غواړي ، یووالې غواړي ... د منزل پیژندنه او د مزل همت غواړي. په مهذبه نړۍ کې د یو ولس د حقونو جنګ سیاسي ګوندونه کوي. د قام ستونځې پیژندل ، د هغې د هواري لارې پیدا کول او قامي لارښودنه قامي سیاسي ګوندونه کوي.

په دې کې شک نشته چې له پیر روښانه تر باچاخانه پښتنو خپله قامي مبارزه مخ په وړاندې وړې ده او په دغه لاره کې له ډیرو قیامتونو راتېر شوي دي.

خو څنګه چې وخت بدلیږي... دغه شان ورسره د قامونو غوښتنې بدلیږي. د ژوند راز او اندازبدلیږي. فکر او فلسفه بدلیږي... ځکه چې د هر رنځ خپله خپله درملنه وي. د هر سپرلي خپل رنګ وي... هر درد د خپل اظهار لپاره نوې ټپه غواړي ، نوې سانده غواړي.

نن د هندوکش دواړه اړخ ته دا قام د خپل وجود او تاریخ په حواله د نوو پوښتنو سره مخ دي او نوې ځوابونه غواړي... مونږه ترهه ګرۍ په اور کې اودرولي یو ، غربت زپلې یو او ناپوهۍ د وهمونو او تیارو په جال کې ګیر کړي یو... خو په دې ټول عمل کې زمونږ قامي تحریک کوم ځاي ولاړ دی؟

په دې سیمه کې چین غزیده غواړي ... کاروبار کول غواړي ... او د خپل صنعتي وجود د بقا لپاره زمونږ د خاؤرې خام مال هم غواړي او نړۍ ته د رسیدو لپاره په مونږ لاره هم غواړي...دوي ورته د پاکستان او چین اقتصادي کوریډور وايي ... چې د چین حکومت ورله په پیل کې شپږڅلویښت بلینه ډالره هم منظور کړیدي.

چین زمونږ د ترور ځوې نه دی ... د هر ریاست په شان خپلې ګټې تاوان ته ګوري ... دا په خپل ځاي سمه خبره ده خو د یو عام پښتون په ذهن کې خو دا سوال راوچتیدې شي کنه چې تراوسه زه د ترهه ګرۍ او بې وسۍ ددې دومره زړه چاؤدون نه راتیر شوم او نن په دې سیمه کې د پرمختیا منصوبې جوړیږي نو زما برخه په کې شته او کنه ؟

جغرافیه وايي چې ستا برخه په کې شته ځکه چې که دا لاره په ډیره اسماعیل خان ، وزیرستان او ژوب تیره شي او ګوادر ته اورسي نو لنډه هم ده او خرڅ پرې هم

خو د لاهور د تخت باچا وايي چې دا لاره او ددې سره تړلي ټول سهولتونه به لومړی له پنجابه تیریږي ... که وروستو په کې ستا څه رسي او که نا .. ستا خپل قسمت!

لږ راځي. خو د لاهور د تخت باچا وايي چې دا لاره او ددې سره تړلي ټول سهولتونه به لومړی له پنجابه تیریږي ... که وروستو په کې ستا څه رسي او که نا .. ستا خپل قسمت!

دا زمونږ د ملت پاله سیاسي مشرانو کار وو چې په دې منصوبه کې د خپل ولس حقونه يي غوښتلې وې او یو ښکاره دریز يي خپل کړې وې ... خو په دې اړه تر ټولو منظم او ساینټیفیک کار پښتونخوا ولسي تحریک وکړ.

د دسمبر په دیرشمه نیټه د پاکستان وزیراعظم په ژوب کې د یو سړک پرانسته وکړه او دغې له يي د اقتصادي راهدارۍ د ؛مغربي روټ؛ نوم ورکړ ... په دغه موقعه د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمودخان اڅکزی ، د جمیعت علمآء اسلام مشر مولانا فضل الرحمان او د عوامي نیشنل ګوند ستر سکتر میا افتخارحسین هم موجود وو. تقریرونه وشو، لاسونه اوپړقیدل او خبره ختمه شوه.

خو د پښتونخوا ولسي تحریک مشران وايي چې دا د کوریډور مغربي برخه نه وه بلکه یو ساده سړک دی او هغه پروژې ورپه کې شاملې نه دي چې کومې چې د پنجاب لپاره منظورې شوي دي.

راوي وايي چې په دغه موقعه مولانا فضل الرحمان او میا افتخارحسین وزیراعظم ته په دغه سړک خپل تحفظات ښودلي وو خو قدرمن محمودخان اڅکزي هیڅ هم نه وو ویلي. دغه شان څه موده وړاندې چې د عوامي نیشنل ګوند مشر اسفندیارولي خان د وزیراعظم سره په اسلام اباد کې اولیدل نو په مونږ يي دا زیرې وکړو چې فکر مه کوي تاسو چې څنګه غواړۍ دا کار به هم هغه شان سر ته رسي. خو اوس چې مونږ ګورو نو قیصه داسې روانه ده څنګه چې يي مرکزي حکومت وړاندې بوتلل غواړي. د فلم مرکزي کردارونه نور دي ، کیدای شي مونږ ورپه کې د ؛ایکسټرا کردارونو؛په توګه د پلاټ د ډکولو لپاره ځاي کړل شوي یو.

دا هم مالومه نه ده چې د نوازشریف سره کوم داسې ګیډړسینګې دې چې هغه مشران يي هم غلي کړیدي چې اوازونه يي تر چتراله او تر بولانه رسیدل

دا هم مالومه نه ده چې د نوازشریف سره کوم داسې ګیډړسینګې دې چې هغه مشران يي هم غلي کړیدي چې اوازونه يي تر چتراله او تر بولانه رسیدل.

په دې ټول عمل کې تر ټولو خوندوره خبره داده چې د تحریک انصاف غوندې سیاسي جمات چې تل يي د پاکستان د پوځي اسټیبلیشمنټ بیانیه پر مخ وړې ده ـــــــ تر ټولو زورور دریز خپل کړیدې او د صوبې وزیراعلا پرویزخټک په پېښور کې د سیاسي ګوندونو غونډې ته ویلي چې مرکزي حکومت د صوبې غوښتنې نه مني نو دا تهاکوټ نه تر حویلیان پورې د یو سل شل کلومیټره خاورې د کارولو اجازه به ورله ورنکړي.

دا به اوس کتلې شي چې دا تشه نعره ده او که نا د تحریک انصاف حکومت به پرې عمل هم وکړي خو تر ټولو لویه ذمه واري د هغه سیاسي ګوندونو ده چې په دې خاوره دعوا هم لري او د ولس مشري هم ورسره ده.

یو وخت وو چې په دې خاوره به اوازونه پورته کیدل ـــ لر او بر یو افغان ، یو قدم یو آواز ، انقلاب ، انقلاب ، خپله خاوره خپل اختیار ، نه منو د بل اختیار، اې ولې ته یو اشاره وکړه، بیا يي تماشه وکړه ـــ له بولانه تر چتراله پښتون یو کړه محمود خانه!

یو وخت وو چې په دې خاوره به اوازونه پورته کیدل ـــ لر او بر یو افغان ، یو قدم یو آواز ، انقلاب ، انقلاب ، خپله خاوره خپل اختیار ، نه منو د بل اختیار، اې ولې ته یو اشاره وکړه، بیا يي تماشه وکړه ـــ له بولانه تر چتراله پښتون یو کړه محمود خانه!

خو څو شیبې لا تېرې نه وي چې دغه ټول شعارونه ، دغه ټول آوازونه ورک شو ـــ تشې انګازې يي پاتې شوې ــــ او لږ ساعت وروستو هیڅ هم پاتې نه شو ــــ آوازونه هم نه او انګازې هم نه.

خلک صحرا کې تالا کیږي

زه د جانان سترګو په کور کې تالا کړمه

XS
SM
MD
LG