د لاسرسي ځای

تازه خبر

د هند پر پوځي اډه بريد کې څلور وسله وال او دوه پوځيان وژل شوي


نن (شنبه) سهار وختي د پاکستان پولې ته نږدې د هند په خاوره کې پر یوې پوځي اډه په ترهګر برید کې څلور بریدګر او دوه امنیتي سرتیري وژل شوي دي.

نن (شنبه) سهار وختي د پاکستان پولې ته نږدې د هند په خاوره کې پر یوې پوځي اډه په ترهګر برید کې څلور بریدګر او دوه امنیتي سرتیري وژل شوي دي.

هندي چارواکو ویلي مشکوک یاغیان په پټان کوټ په سیمه کې هوايي پوځياډې ته نږدې شوي وو خو ونه توانیدل چې هغې سیمې ته چې هلته جنګي هېليکوپټر ولاړ دي، ورسیږي.

هندي چارواکو د برید تور پر پاکستان میشتې وسله والې ډلې لشکر طیبه پورې کړی دی.

بل خوا پاکستان د پټان کوټ ترههګر برید غندلې دی. نن د دغه هېواد بهرنیو چارو وزارت له خوا خپور شوي یو بیان کې ویل شوي دي چې پاکستان او هند به په سیمه کې د امنیت لپاره په شریکه کار کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG