د لاسرسي ځای

 “هېله ده د اسلام اباد غونډه طالبان د سولې خبرو ته راوګرځوي”


د افغانستان د سولې عالي شورا وايي چې د اسلام اباد څلور اړخیزه ناسته به سولې ته لاره هواره کړي.

د سولې د عالي شورا ویاند شهزاده شاهد د جمعې پر ورځ مشال رادیو ته وویل، د دې ناستې ګډون کوونکي هېوادونه او په تېره پاکستان باید دې مذاکراتو ته ريښتینی اوسي.

ټاکل شوې چې دافغانستان، پاکستان، امریکا او چین استازي د روانې میاشتې پر ۱۱مه په اسلام اباد کې خبرې وکړي.

د خبرو تمرکز به له طالبانو سره د افغان حکومت د سولې د مذاکراتو پر څرنګوالي وي.

XS
SM
MD
LG