د لاسرسي ځای

تازه خبر

نصاب کې دې د ترهګرۍ او سختدريځۍ ضد مضامين شامل کړل شي


نن (شنبه) په پېښور کې د مدني ټولنو غړیو او زده کوونکو د یوې احتجاجي مظاهرې له لارې د خېبر پښتونخوا له صوبايي حکومته غوښتنه کړې چې په تدريسي نصاب کې دې د ترهګرۍ او اداري فساد پر ضد مضامین شامل کړل شي.

نن (شنبه) په پېښور کې د مدني ټولنو غړیو او زده کوونکو د یوې احتجاجي مظاهرې له لارې د خېبر پښتونخوا له صوبايي حکومته غوښتنه کړې چې په تدريسي نصاب کې دې د ترهګرۍ او اداري فساد پر ضد مضامین شامل کړل شي.

د پیښور پریس کلب مخې ته په دې احتجاجي غونډه کې مظاهرچیانو غوښتنه وکړه چې حکومت دې د تعلیمي ادارو په نصاب کې داسې موضوعات شامل کړي چې سولې ته لاره هواره کړي او د سخت دریځۍ مخه ونیسي.

د مدني ټولنو غړیو وویل چې که حکومت د دوی غوښتنې ونه مني نو د صوبې په کچ به احتجاجي لاریون پېل کړي.

XS
SM
MD
LG