د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: هوايي برید ۱۴ داعشیان وژلي


د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي چې د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په هوايي حملو کې د داعش ډلې ۱۴ کسان وژل شوي او ۱۲ نور تپیان شوي دي.

له دغه وزارت څه په یوې خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې یاد عملیات په تېرو څلوریشتو ساعتونو کې ترسره شوي دي.

په اعلامیه ویل شوي چې د دغو عملیاتو پر ترڅ کې د یادې ډلې یو شمېر وسلې او مهمات هم تخریب شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG