د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغان کډوالو د پاتې کېدو مودې له غځولو پرته بله لار نشته


د پاکستان کورنیو چارو وزیر چودري نثار علي خان ویلي، له دوی سره د افغان کډوالو په پاکستان کې د پاتې کېدو مودې له غځولو پرته بله لار نشته.

د پاکستان کورنیو چارو وزیر چودري نثار علي خان ویلي، له دوی سره د افغان کډوالو په پاکستان کې د پاتې کېدو مودې له غځولو پرته بله لار نشته.

نوموړي د پنجشنبې پر مازیګر د سېنېټ یوې غونډې ته د معلوماتو ورکولو پر وخت وویل،که په سمدستي ډول شاوخوا ۳۰ لکه کډوال افغانستان ته ستانه کړل شي نو د هغه هېواد مسلې به لا زیاتې شي.

ده البته دا و نه ویل چې د پاکستان حکومت تر کوم وخته په هغه هېواد کې د افغان کډوالو پاتې کولو پلان لري او څه تګلاره یې جوړه کړې ده.

د سېنټ د غونډې او چوهدري نثار علي خان د وينا په اړه مشال راډیو ته د سرحدي چارو ياسېفران قایمه کمېټۍ او سنېټر محمد صالح شاه وویل چې حکومت ۳۰ لکه کډوال په يو ځای نشي لېږلي بلکه د دې لپاره به يو طريقه کار جوړوي.

دا چې افغان کډوالو ته به تر کومې نېټې په پاکستان کې د پاتې کېدو اجازت ورکولای شي په دغه اړه مشال راډیو څو ورځې وړاندې په اسلام آباد کې د افغان کډوالو لپاره جوړ کړې شوي کمشنرېټ د مشر ډاکټر عمران زیب څخه پوښتنې کړې وو نو د ده وينا وو چې دغه لړ کې مختلف تجويزونه حکومت ته ورکړې شوي دي چې پکې د دوه کالو د مهلت خبره هم شته خو په دې به حتمي فيصله وزيراعظم کوي د کومي اعلان به چې د وفاقي کابينې په غونډه کې کېږي.

هغه کډوال چې پي او آر کارډ لري د دوی به د ۳۱ دسمبر وروسته څه کېږي آيا دوی ته به کارډونه تجديدول شي يا به ورته نوي کارډونه ورکړې کېږي، په دغه رادته د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د ادارې يا يو اېن اېچ سي آر پاکستان کې وياندې دنيا اسلم خان وويل چې دا يو اوږد او ګران کار دې چې يا زړه کارډونه تجديد کړي يا ورته نوي کارډونه ورکړي نو ځکه به دوی وکړای شي چې د يو حکومتي نوټيفيکشن تر لاندې هم دا کارډونه قابل قبول وګرځوي او کوښښ به کوي چې دا خبره د پوليسو تر ورسوي چې هر هغه کس چې پي او آر کارډ لري هر څو که په دې نېټه تېره هم وي دا به بيا هم د استعمال جوګه وي.

یاده دې وی چې تر اوسه د حکومتي شميرو مطابق په پاکستان کې څه بانډې ۳۰ لکه افغان کډوال مېشت دي چې پکې تقريباً ۱۶ لکه رجسټرډ او هم دومره غېر رجسټرډ دي.

د يوې لوظنامې ترلاندې د رجسټرډ کډوالو په پاکستان کې د پانې کېدو قانوني موده ۳۱ دسمبر وو چې د تېر پنجشبې پر ورځ ختمه شوه.

XS
SM
MD
LG