د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان پوځ مشر د نهو مشکوکه وسله والو مرګ سزا پخلی کړی


د پاکستان پوځ د مطبوعاتو د څانګې لخوا په یوه جاري شوې خبر پاڼې کې ویل شوي دي چې د پاکستان پوځ مشر جنرل راحیل شریف د نهو مشکوکه وسله والو ته د مرګ سزا منظوري ورکړې ده.

د پاکستان پوځ د مطبوعاتو د څانګې لخوا په یوه جاري شوې خبر پاڼې کې ویل شوي دي چې د پاکستان پوځ مشر جنرل راحیل شریف د نهو مشکوکه وسله والو ته د مرګ سزا منظوري ورکړې ده.

د دې نهو مشکوکه وسله والو په اړه د پاکستان پوځ د مطبوعاتو خبر پاڼه (ای اېس پي ار) زیاتوي چې دې د ترهګرۍ په تورونو د مرګ سزا اورول شوې وه.

بیان زیاتوي چې په دغه مشکوکه وسله والو کې د راولپنډۍ د پریډ لین جمات، د (ای اېس ای) په ملتان دفتر او په قانون نافذ کوونکې ادارو د دوی لخوا برید شوي وو.

خبر پاڼه زیاتوي چې دا کسان له تحریک طالبان پاکستان، القاعدې، حرکت الجهاد او سپاه صحابه پاکستان له ډلو سره تړلي ول.

په دې مشکوکه وسله والو کې د ناقانونه ګرځول شوې تنظیم تحریک طالبان پاکستان دوه غړي م غوري او م عمران، د حرکت الجهاد عبدالقیوم، د القاعده اقسن محبوب، او د سپاه صحابه پنځه غړي عبدالروف ګجر ، م هاشم، سلیمان، شفقت فاروقي او م فرحان شامل دي.

ای اېس پي ار خبر پاڼې په وینا چې دا کسان د مجسټریټ مخې ته د خپلو جرمونو اعتراف کړي دي.

یاده دې وي چې په۲۰۱۴ کال کې د پېښور په ارمي پبلک سکول د برید وروسته د مرګ سزا پابندي وچته کړې شوې وه.

وسله والو ته د مرګ سزا اورولو په اړه د دفاعي چارو کار پوه او پخوانې بریګیډیر محمود شاه وایي:

” د دې اثر به ضرور پروځي خو د ترهګرۍ مخنیوي لپاره موږ کوم مکمل اثر غورځول غواړو نو هغې لپاره ضروري ده چې د قومي ایکشن پلان په ټولو نقاطو په ښه طریقه کار وکړې نو هله به چرته په ترهګرۍ فرق پریوځي”

د پاکستان د بشري حقونو کمیشن په وینا چې تر اوسه پورې ۳۳۳ کسانو ته د ارمي پبلک سکول د برید وروسته د مرګ سزا ورکړې شوې ده.

یاده دې وي چې د بشري حقونو تنظمیونو ایمنسټي انټنیشل او هیومن رایټس واچ وزیراعظم نواز شریف په ملک کې د مرګ په سزا د عمل درامد د ودرولو غوښتنه کړې وه.

د بشري حقونو تنظمیونو په وینا چې د مرګ سزا ورکړل شوو کې اکثریت د داسې مجرمانو دې چې هغې د ترهګرۍ په کیسونو کې ککړ نه وو.

XS
SM
MD
LG