د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بریدونو وېرې د نوي کال لمانځنې اغېزمنې کړې، کراچۍ کې ۱۹ ژوبل


د میونښ اورګاډو عمومي تمځای خالي کړل شو
د میونښ اورګاډو عمومي تمځای خالي کړل شو

پراګ/کراچۍ - په میونښ (مونشن)، نیویارک، فرانسې او نورو ځایونو کې د ترهګرو بریدونو هڅو شنډولو خبرونو په ګرده نړۍ کې د نوي کال لمانځنې اغېزمنې کړې.

د ډېسېمبر د ۳۱مې پر شپه، په میونښ کې پولیسو د ښار اورګاډي تر ټولو مصروف تمځای خالي کړ او تر نیمې شپې یو ساعت مخکې یې ((د یوې جدي، او پېښېدونکې)) حملې ګواښ خبرداری ورکړ.

د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند ولس ته خبرداری ورکړ چې ((ګواښ اوس هم شته)) او په هېواد کې یې د ترهګرۍ پېښو مخنیوي لپاره د تیارسۍ کچ ((تر ټولو لوړ)) وساته.

په ۲۰۱۵ز کال کې په هغه هېواد کې دوه لوی بریدونه شوي ول.

په نیویارک کې امریکايي چارواکو وویل، دوی د یوه کس په نیولو د حملې هڅه شنډه کړې.

چارواکو وویل، دې کس تمه لرله چې په روچېسټر سیمه کې د نوي کال لپاره پر ورغونډو شویو کسانو د برید له لارې دا ثابته کړي چې له اسلامي دولت ډلې سره یو ځای کېدو وړ دی.

د یوه بل خبر تر مخه، په کراچۍ کې د نوي کال لمانځلو پر وخت په هوايي ډزو کې لږ تر لږه ۱۹ کسان ژوبل شوي دي.

په ښار کې کې د مرستندویه ادارې ایدي یوه کارکوونکي عمران د جنورۍ لومړۍ شپې ناوخته مشال راډيو ته وویل، ژوبل کسان بېلا بېلو روغتونونو ته وروړل شوي دي:

((اته [ژوبل] کسان جناح روغتون ته، اووه عباسي او څلور سېول روغتون ته رسول شوي دي. دا کسان په بېلا بېلو سیمو، لکه لیاقت اباد، زوړ ګولیمار، لیارۍ او پاک کالونۍ کې ژوبل شوي دي.))

عمران زیاته کړه چې ژوبل کسان یوازې د ایدي ګاډو نه بلکې، خلکو هم په رکشو او ټیکسیانو کې روغتونونو ته رسولي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG