د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بریدونو هڅې شنډې، د نوي کال لمانځنې اغېزمنې شوې


په میونښ، نیویارک، فرانسې او نورو ځایونو کې د ترهګرو بریدونو هڅو شنډولو خبرونو په ګرده نړۍ کې د نوي کال لمانځنې اغېزمنې کړې.

بېګا په میونښ کې پولیسو د ښار اورګاډي تر ټولو مصروف تمځای خالي کړ او تر نیمې شپې یو ساعت مخکې یې ((د یوې جدي، او پېښېدونکې)) حملې ګواښ خبرداری ورکړ. د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند ولس ته خبرداری ورکړ چې ((ګواښ اوس هم شته)) او په هېواد کې یې د ترهګرۍ پېښو مخنیوي لپاره د تیارسۍ کچ ((تر ټولو لوړ)) وساته. په ۲۰۱۵ز کال کې په هغه هېواد کې دوه لوی بریدونه شوي ول. په نیویارک کې امریکايي چارواکو وویل، دوی د یوه کس په نیولو د حملې هڅه شنډه کړې. چارواکو وویل، دې کس تمه لرله چې په روچېسټر سیمه کې د نوي کال لپاره پر ورغونډو شویو کسانو د برید له لارې دا ثابته کړي چې له اسلامي دولت ډلې سره یو ځای کېدو وړ دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG