د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا پر ایران د نویو بندیزونو لګولو پلان ځنډوي


وال سټریټ ژورنال وايي، سپینه ماڼۍ د ایران بیلېسټېک توغندیو پروګرام په اړه پر هغه هېواد د نویو بندیزونو لګول ځنډوي.

دې ورځپاڼې د ډېسېمبر پر ۳۱مه په یوه رپورټ کې وویل، ټاکل شوې وه چې دا بندیزونه د چارشنبې یا شورو پر ورځ اعلان شي خو تر هغې وروسته وځنډول شول چې تهران په غبرګون کې د توغندیو پروګرام ګړندي کولو وویل.

امریکا باور لري چې دا کار وار له مخه د ملګرو ملتونو بندیزونو سرغړونه ده.

اېرنا خبري اژانس وايي، ایراني ولسمشر حسن روحاني د دفاع وزیر ته په یوه لیک کې امر کړی چې د امریکا له خوا د نویو بندیزونو پلان په غبرګون کې د بیلېسټېک توغندیو پروګرام ګړندی کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG