د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبان دوه لارې لري؛ سوله یا ترهګري: غني


پراګ - افغان ولسمشر اشرف غني پر وسله والو طالبانو غږ کړی چې د ترهګرۍ او سولې تر منځ یوه لار انتخاب کړي.

نوموړي تېر ماښام په کابل کې خبریالانو ته وویل، له دې پرته بله لار نشته:

((بنیادي مسله دا ده چې دلته یو انتخاب موجود دی. او هغه دا چې یا سوله غواړئ او یا هم ترهګري، بل انتخاب نشته. هغه اقدام چې اخیستل شوی، دا دی چې [د افغانستان، پاکستان، امریکا او چین] څلور اړخیزه همکارۍ په چوکاټ کې د ترهګرۍ زغملو ځای نه پاتې کېږي.))

اشرف غني وویل، د یادو څلورو هیوادونو استازي به د جنورۍ پر ۱۱مه نېټه په اسلام اباد کې د افغانستان سولې خبرو بیا پیلولو په موخه لومړۍ غونډه کوي.

ده زیاته کړه چې په دې برخه کې دویمه غونډه به په کابل کې کېږي.

د پنجشنبې پر ورځ د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند قاضي خلیل الله په اسلام اباد کې خبریالانو ته ویلي ول، هېواد یې په اسلام اباد کې د افغانستان سولې بهیر بیا پیلولو لپاره د نړیوالې غونډې په اړه مشورې کوي.

ده وویل، دواړه هېوادونه جدي مسلې لري چې باید د خبرو له لارې هوارې شي. په دې غونډه کې به د امریکا او چین استازي هم موجود وي.

XS
SM
MD
LG