د لاسرسي ځای

تازه خبر

نوی کال: په کراچۍ کې په هوايي ډزو کې ۱۹ ژوبل


په کراچۍ کې د نوي کال لمانځلو پر وخت په هوايي ډزو کې لږ تر لږه ۱۹ کسان ژوبل شوي دي.

په کراچۍ کې د مرستندویه ادارې ایدي یوه کارکوونکي عمران بېګا ناوخته مشال راډيو ته وویل، ژوبل کسان بېلا بېلو روغتونونو ته وروړل شوي دي:

((اته [ژوبل] کسان جناح روغتون ته، اووه عباسي او څلور سېول روغتون ته رسول شوي دي. دا کسان په بېلا بېلو سیمو، لکه لیاقت اباد، زوړ ګولیمار، لیارۍ او پاک کالونۍ کې ژوبل شوي دي.))

عمران زیاته کړه چې ژوبل کسان یوازې د ایدي ګاډو نه بلکې، خلکو هم په رکشو او ټیکسیانو کې روغتونونو ته رسولي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG