د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکايي سفیر له پاکستاني وزیراعظم سره لیدلي دي


د زیارت په ورځ په اسلام آباد کې د امریکا سفیر ډیوډ هېل د پاکستان له وزیراعظم نواز شریف سره ملاقات کړې.

د وزیراعظم هاوس یو چارواکي مشال ریډیو ته وویل چې د ملاقات پرمهال په دوه اړخیزه تعلقاتو او په سیمه ییز صورتحال خبرې وشوې. د دغه چارواکي په خبره وزیراعظم نواز شریف په مختلفو څانګو کې په مرستو له امریکا نه مننه وکړه. له دې سربېره د امریکا سفیر د ترهګري خلاف جنګ کې د پاکستان د کردار ستائنه وکړه او وویل چې امریکا له پاکستان سره تعلقاتو ته اهمیت ورکوي.

په ملاقات کې د وزیراعظم خصوصي معاون طارق فاطمي هم موجود و.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG