د لاسرسي ځای

تازه خبر

د قبایلي سیمو حېثیت په یوه شپه کې نه شي بدلېدای: سرتاج عزیز


د وزیراعظم نواز شریف د بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز وايي چې د قبایلي سیمو حېثیت بدلولو لپاره زیات وخت پکار دې.

دا خبره نوموړي نن په باجوړ ایجنسۍ کې د وفاقی حکومت لخوا د فاټا د راتلونکي آييني او قانوني حیثیت لپاره د جوړې کمیټۍ غړیو د دورې په وخت وکړه.

سرتاج عزیز چې د دغه کمېټۍ غړی دې،وې وېل چې د دې لپاره به دوي قبایلي سیمو ته ورځي او د ولس، سیاسی ګوندونو او سماجی ډلو نه به راې اخلي:

(( د قبایلي سیمو د نظام تبدیلي په یوه شپه یا یوه ورځ کې نه شي راتلې، او نه په یوه میاشت کې دا کېدای شي. په هغې کې ستاسو روایات ډېر ضروري دي. تاسو دا تسلي ساتۍ چې په داسې حال کې چې یو غاړه یوه خبره کوي او بله بېله خبره ، موږ به په تادۍ کې کومه فېصله و نه کړو.))

په دغه موقع سیاسي ګوندونو او سماجي ډلو وویل چې نور په سیمه کې ایف سي آر قانون نه مني. دوي وويل چې فاټا دې په خېبر پښتونخوا کې شامل کړل شي.

بل خوا د فاټا سیاسي اتحاد د سیوري لاندې د قبایلي سیمو سیاسي ګوندونو مشرانو د حکومت لخوا جوړې کړل شوې اصلاحاتي کمیټۍ مخالفت کړې او وېلي یې ديچې د جنورۍ په دریمه نیټه یې په پیښور پریس کلب کې یوه جرګه رابللی ده چې د قبایلي سیمو آيیني حیثیت په اړه به مشاورت کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG