د لاسرسي ځای

تازه خبر

مسکو د روسي پېلوټ وژونکي نیولو غوښتنه کړې


مسکو د هغه ترکي وګړي د نیولو غوښتنه کړې چې د روسي جټ الوتکې د پېلوټ د وژلو ادعا یې کړې ده.

دغه روسي جټ تیره میاشت ترکيې له شام سره په پوله ويشتلې وه.

د روس د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا پرون وویل چې موږ له ترکي چارواکو غواړو چې سمدستي اقدام وکړي او الپرسلان چیلیک او د هغه ملګري ونیسي او د روسي پايلټ د قتل په تړاو یې عدالت ته وړاندې کړي.

که څه هم د ترکیې له حریت ورځپاڼې سره په يوه مرکه کې چې د تیرې یکشنبې په ورځ خپره شوه، ترکمن ياغي چیلیک د دغه پايلټ د وژلو مسولیت نه دی اخیستی خو ویلي یې دي چې غچ اخیستل یو فطري حق دی او د هغه وجدان به د یوه شخص په خاطر چې هره ورځ د ترکمنانو په ولسي وګړو بمونه غورځوي، ونه ځوریږي.

د روسۍ سو ـــ ۲۴ ډوله الوتکې دواړه پايلټان تر هغه وروسته چې له شام سره په پوله ترکي ځواکونو وویشته، په پېراشوټ کې د شام لورې ته را ولوېدل خو یو یی په ډزو ووژل شو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG