د لاسرسي ځای

پکتیکاوالو ځوانانو په هېوادنیو مسلو کې د پراخه ګډون هوډ وکړ


د چارشنبې پر ورځ د پکتیکا لسګونو ځوانانو او د یو شمېر هغو مدني بنسټونو فعالانو چې په ځانګړي ډول د ځوانانو په برخه کې په فعالیت بوخت دي، د یوې غونډې په ترڅ کې هوډ وکړ، چې په خپلو کې به یووالۍ ساتي او په ټول توان به د خلکو د سیاسي شعور د وېښتابه

د چارشنبې پر ورځ د پکتیکا لسګونو ځوانانو او د یو شمېر هغو مدني بنسټونو فعالانو چې په ځانګړي ډول د ځوانانو په برخه کې په فعالیت بوخت دي، د یوې غونډې په ترڅ کې هوډ وکړ، چې په خپلو کې به یووالۍ ساتي او په ټول توان به د خلکو د سیاسي شعور د وېښتابه او په ملي برنامو او ولسواکو بهیرونو کې د ځوانانو د پراخه ګډون لپاره هڅې کوي.

دوی ویل، ځوانان د افغاني ټولنې تر ټولو ځواکمن او پراخه قشر دی، چې کولای شي د خپل فکري او جسماني قوت نه په ګټې اخیستنې دا هېواد له شته ناخوالو وژغوري او ابادولو لپاره يې کار او زیار وکړي.

دوی یادې څرګندونې په هغه غونډه کې وکړې، چې د یاد ولایت د غونډو او کنفرانسونو په تالار کې جوړه شوې وه.

پکتیکا والي امین الله شارق غونډې ته په خبرو کې له ځوانانو هیله وکړه، چې هېوادنیو ګټو ته ژمن پاتې شي او د ژوند له دې قیمتي مرحلې څخه خلکو او هېواد ته د خدمت په لاره کې ګټه پورته کړي.

ښاغلي شارق وویل، د خپل ماموریت په دوره کې يې یو شمېر ځوانانو ته د کار او وظیفې زمینې برابرې کړي او تر دې وروسته به هم د ځوانانو لپاره حتی د مدیریت په برخه کې د کار شرایط برابر کړي:

((ځوانان د یوې ټولني د ملا د تېر حیثیت لري او د ځوانانو په یووالي او همغږي کې د ټولنې ګټه موجوده ده، د ځوانانو تر مینځ یووالی او همغږي د ټولني د پرمختګ سبب ګرځي، د پکتیکا ډيری ځوانانو ته مو د کار زمینه برابره کړې او ژمن یو، چې د پکتیکا ټولو ځوانانو ته به د کار زمینه برابره کړو، ځوانان باید تر بل هر څه ملي ګټو ته زیات ژمن واوسي او د پکتیکا له ځوانانو غواړم چې د تېر په څیر د خپلي ولایتي ادارې سره مرسته وکړي.))

د مدني ټولنو د همغږی د دفتر مشر یعقوب خان منظور وویل، ځوانان باید خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي، او د ملي ګټو د خوندېتوب لپاره هلي ځلې وکړي ، خپل یووالی وساتي او خلک په ملي او ولسواکو بهیرونو کې پراخه ګډون ته راوبولي.

ښاغلي منظور وویل:

((زه تاسو ته په ډاډ وایم په وروستیو کالونو کې د پکتیکا ځوانان او مدني فعالان د هېڅ سیاسي او مدني بهیر په اړه بې تفاوته نه ول، د هرې ملي نعرې سره يې خپل غږ غبرګ کړی، د نظام څخه يې ملاتړ کړی، د قانون ماتونو پر ضد يې غږ اوچت کړی او د یو مثبت تحول لپاره يې په قاطیعت او جدیت سره مبارزه کړې ده، خو دې کار لپاره باید ځوانان نور هم متعهد او ژمن پاتې شي.))

مدنی فعال عبدالحق فقیر زاده بیا وویل، چې ځوانان باید د پوهني د پیاوړتیا لپاره هڅې وکړي او پر دولتي مسئولینو باندې د نیوکوتر څنګ د ستونزوحل لارې هم ورته وړاندې کړي.

خانزاده تراب په خپلو خبرو کې مخکې وخت کې د مشرانو او ځوانانو د بې ځایه تهدیدولو خبره وکړه او ويې ویل د پکتیکا ولسونه اوس په خپل دولت او ولایتي ادارې باوري شوي او په ډاډه زړه راځي له

د اطلاعات او فرهنګ رئیس بشیر محمدي ډاډ څرګند کړ، چې ځوانان به د نظام په ملاتړ او پایښت کې پوره مرسته کوي او د هېواد په ابادۍ کې به د دوی ونډه نوره هم ډېریږي.

ښاغلي محمدي وویل هغه ځوانان چي د اقتصادي کمزورۍ له امله لوړي او یا مسلکي زده کړي نه شي کولای د اطلاعاتو او کلتور ریاست هڅه کوي، چې د هېواد په شخصي پوهنتونونو کې په لږ فیس ورته د زده کړو زمینه برابره کړي.

د غونډې په پای کې ځوانانو ته د هغو ادارو مسئولینو ځوابونو وویل چې دوی پرې نیوکې درلودې او هغوی له کړنو څخه راضي نه ول.

XS
SM
MD
LG